د تېرو دوو اوونیو پر مهال د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون لجهمنګل او روحاني بابا ولسوالیو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
د یادو ولسوالیو زیانمنې شوې کورنۍ وایي، سېلابونو یې کرنېزې ځمکې، هستوګنیز کورونه، سرکونه او د څښاک اوبو چینې او څاهګانې لهمنځه وړي او جدي ستونزو سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لجهمنګل ولسوالي یوه اوسېدونکي خیالدین سلاموطندار ته وویل: «ځمکې خو ډېرې زیاتې خرابې دي، پیاز، غنم دا هر څه یې خراب کړي، ځکه غرونه دي له هر طرف نه سېلاب راغلی، ډېر زیان یې اړولی. خلک ژوبل دي، بل کاروبار نشته.»
په ورته مهال د پکتیا مرکز ګردېز یوه اوسېدونکي تاجمیر بیا سلاموطندار ته وویل، سېلابونو یې کورونه زیانمن کړي، خو تراوسه ورسره د هېڅ مرستندویه بنسټ له لوري مرسته نه ده شوې.
د نوموړي په وینا، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د موسسو له مرستو پرته نشي کولای خپل هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې بیا ابادې کړي.
هغه وویل: «موږ ته یې زیات زیان اړولی، خو کمک نه دی راسره شوی. ځمکې یې یوړې، کوټې یې رانه ړنکې کړې. خلکو ته یې بیخي زیات زیان اړولی. موږ له موسسو غواړو چې خپلې مرستې دې نه کموي. خلک وس نلري چې خپل کورونه بېرته جوړ کړي.»
د پکتیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس نثاراحمد نجات وايي، تېرو دوو اوونیو کې مرکز ګردېز، لجهمنګل او روحاني بابا ولسوالیو کې سېلابونو تر ۳۰ پورې کورونه ویجاړ کړي او ځینې دوکانونه، د یوه ښوونځي ودانۍ او یوه دیني مدرسه یې زیانمنه کړې ده.
هغه وویل، تېرو څو میاشتو راهیسې هغو موسسو چې د پېښو پرمهال به یې زیانمنو سره مرستې کولې، اوس یې خپل فعالیتونه درولي دي.
نوموړی د مرستهرسوونکو موسسو د فعالیتونو درېدو لامل، دغو ادارو کې مېرمنو ته د کار اجازې نهشتون بولي.
هغه وویل: «د تېرکال په پرتله د موسسو مرستې ډېرې کمرنګه دي، اوسنیو طبیعي پېښو کې چې لجهمنګل او روحاني بابا کې ډېر کورونه هم زیانمن شوي او خلکو ته په کرنیزو او نورو برخو کې تاوانونه رسېدلي. موسسو خپلې سروې ټیمونه او فعالیتونه په ټپه درولي. دوی دا موضوع سیاسي اړخ ته اړولې چې دولت د ښځو ټیم ته اجازه نه ورکوي.»
که څه هم پکتیا کې تر دې مخکې زیانمنو کورنیو سره ډېرې مرستې د موسسو لهخوا کېدې، خو اوس د دې ولایت اوسېدونکي وایي، که د ستونزو حل کې موسسې ورسره مرستې ونهکړي، لا ډېرو ستونزو سره به مخ شي.