د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.
احرار وويل چې پرې شوې د جلغوزيو ونې حاصل ته رسيدلې وې. د نوموړي په وینا، يادې ونې د شخصي تربګنيو له امله پرې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په لويه پکتيا په ګڼو سيمو کې ځنګلونه د ښې ساتنې په موخه د کليو او قومونو ترمنځ وېشل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار زیاته کړه چې نیول شوي کسان به له دوسيو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
خوست کې له دې وړاندې هم د ځنګلونو د وهنې او پرې کولو په تور یوشمېر کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.