Asset 1SWN

د لومړۍ بریا هڅه؛ هند او افغانستان نن نړیوال جام کې لوبه کوي

383132 (1)

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو «۱ ګروپ» کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، جون ۲۰مه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان د یاد جام له «سي ګروپ» څخه د دویمې لوبډلې په توګه دې پړاو ته لاره پیدا کړې او هندۍ لوبډلې بیا له «اې ګروپ» څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته راغلې.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اووره سیالیو کې تر دې مهاله له هند یوه لوبه هم نه‌ده ګټلې او نن په نړیوال جام کې دا چانس لري چې یادې لوبډلې ته ماته ورکړي.

د هند او افغانستان ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره نړیوالو سیالیو کې درې لوبې هند ګټليو یوه د باران له امله لغوه شوې او وروستۍ سیالي هم مساوي چې په سوپر اووره کې بیا هند بریا خپله کړې.
د روان جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په «۱ ګروپ» کې افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش لوبډلې یوځای دي. په دویم ګروپ کې بیا انګلستان، سوېلي‌افریقا، وېسټ‌انډیز او امریکا لوبېږي.

له دغه ګروپ څخه په شویو دوو سیالیو کې سوېلي‌افریقا، امریکا او انګلستان بیا وېسټ‌انډیز ته ماتې ورکړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له ۱ ګروپ څخه به سبا جمعه، جون ۲۱مه بنګله‌دېش له اسټرالیا سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام