Asset 1SWN

کندهار کې اورلګېدنه؛ شاوخوا ۲۰۰۰ هټۍ سوځېدلي

9c6b0aca-51ff-48b1-a28f-06e2a43d89ca

د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د موټرو پرزو  یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له کبله د کاکړانو مڼډوي په نوم یو سوداګریز مرکز کې شاوخوا زره هټۍ سوځېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه اورلګېدنه د بټریو شارټۍ له کبله رامنځته شوې چې هټۍ‌والو ته یې په پراخه کچه مالي زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم  تراوسه د اوښتو مالي زیانونو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو هټۍ‌وال وايي، د زیان کچه له میلیارډونو افغانیو اوښتې.

رحمت‌الله چې د سپین‌بولدک د جمعې ورځې په اورلګېدنه یې، هټۍ‌ سوځېدلې، سلام‌وطندار ته وویل: «څلور دوکانونه مې د اکا د زوی په‌کې سوځېدلي، یو دوکان زما خپل په‌کې سوځېدلی، دولس لکه افغانۍ مې نغدې پرون راوړې وې، هغه هم سوځېدلې دي.»

یوشمېر سوداګر بیا په غیرمعیاري ډول، د دې سوداګریز مرکز جوړېدل، د یادې اورلګېدنې اصلي لامل بولي. د دوی په وینا، دغه سوداګریز مرکز ته ورغلې لارې تنګې او غیرمعیاري جوړي شوي دي.

یوه سوداګر عصمت‌الله وویل: «دلته هېڅ څوک نه‌دی ملامت، منډوي ته ټولې ورغلې لارې تنګې او غیرمعیاري دي، ټوله منډوي له دې کبله وسوځول شوه، دا لارې باید پراخې وای، بیا داسې نه‌کیدل.»

د سپین‌بولدک ولسوالي محلي مسوولان، اورلګېدنه کې د اوښتو زیانونو د کره شمېر نه‌لرلو پخلی کوی، خو په وینا یې، څه باندې دوه زره هټۍ سوځیدلي دي .

د سپین‌بولدک ولسوال عبدالله بشیر وویل: «په اینده کې به موږ مسوولان او خپله دوکانداران هم  د ورته لویو احتمالي اورلګیدنو مخنیوي ته پوره چمتوالي نیسو، څو له دې ډول لویو زیانو په امن کې پاته شو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مسوولان د ورته بیړنیو احتمالي پېښو مخنیوي ته، له مخکې تدابیر اړین بولي، خو د راتلونکي احتمالي خطرونو مخنیوي لپاره، د چمتووالي ډاډ ورکوي .

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام