د غور محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشهيي توکو د تولید په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
پېښه تېره شپه د یاد ولایت د شهرک ولسوالي اړوند کمنج سیمه کې رامنځته شوې ده. د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدحماس زیاته کړې چې یادې فابریکې په پټه فعالیت کاوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، پېښه کې یو کس مړ شوی او درې کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره د شهرک ولسوالي کلینیک ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
غور کې د نشهيي توکو کارخونه کې داسې مهال یاده مرګژوبله رامنځته کېږي چې د دغه ولایت د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو څه باندې یوه کال کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې لهمنځه وړي دي.