د میدانوردګ اوسېدونکي وایي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په چک، دایمیرداد، بهسودو، جلرېز، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې واوره شوې چې دوی یې سخت اندېښمن کړې دي.
د چک ولسوالي یوه بڼوال سباوون سلاموطندار ته وویل، وروستۍ واورې دغه ولایت کې بڼوال او کروندګر سخت اندېښمن کړي او ډېری سیمو کې مېوهلرونکو ونو د مېوې ګلان کړي چې دغه ګلان د واورې له امله یخ وهلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي، اوس د واورې اورښت بڼوالو او کروندګرو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي او زیاتوي چې په تېرو شلو کلونو کې داسې وخت نهدی، راغلی چې غويي میاشت کې دې په دغه ولایت کې واوره وشي.
د یاد ولایت والي ویاند وحیدالله سروي هم وايي، د میدانوردګ په ډېری ولسوالیو کې واوره شوې او دې بېوخته واورې اورښت بڼوال او کروندګر سخت زیانمن کړي دي.
باید وویل شي چې د میدانوردګ سربېره په غزني، لوګر او بامیانو ولایتونو کې هم وروستۍ واورې کرنه او بڼوالي زیانمنه کړې.