روزګان کې یوشمېر کروندګر وايي چې هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت او پلور له بندیز وروسته کروندګرو دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت پر ځای بدیلو کښتونو ته مخه کړې.
دغه ولایت چې یو وخت د کوکنارو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کېده، اوس يې کروندګرو خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای د انځرو باغونه جوړ کړي دي.
د دغه ولایت یوشمېر کروندګر وايي، د انځرو بیې لوړې لوړ دي چې ورسره د دوی اړتياوي هم پوره کېږي.
کروندګر شيراغا وویل:«د دي انځرو ښه پاکي پیسې دي. د نورو حرامو کښتونو په پرتله برکت لري. زه د ټولو خلکو څخه دا غواړمه چې باید د نورو کښتونو پر ځاي د انځرو باغونو ته مخ راوړه وي، يو من انځر په ۱۶ زره افغانۍ پلورل کېږي.»
یو بل کروندګر محمدولي بیا وايي، د نورو مېوو په پرتله د انځرو حاصلاتو وخت زيات وي او ګڼ کسان ورسره د انځرو په راټولولو بوخت دي.
هغه وویل: «انځر ډېر وخت لري دوې مياشتي کېږي چې موږ يې حاصل ټوله وي سږکال موږ ۴ کسان د انځرو په راټول کولو بوخت يو راتلونکی کال کېدای شي، زموږ کاريګر نور هم زيات شي.»
روزګان کې نه یوازې هغو کروندګرو چې ځمکې لري د انځرو کښت ته مخه کړې، بلکې ګڼشمېر وزګاره ځوانان هم د انځرو حاصلاتو راټولولو په مزدورۍ بوخت دي.
دغه ځوانان چې د انځرو باغونو کې ورته د کار زمينه برابره شوې، هيله لري چې له دې لارې يې اقتصادي وضعيت کې بدلون راشي.
یوه کارګر فريداحمد وویل: «زه د پيسو په مقابل کې دلته کار کومه د مياشتې ۲۵ زره کالدارې راته راکوي، دا ډېر ښه کار دی، پر خپل کور راته روزانه پیدا کېږي موږ ډير خوشحاله يو.»
د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د نورو کلونو په پرتله دغه ولايت کې د انځرو باغونه مخ پر زياتېدو دي او د تېرکال په پرتله سږکال د انځرو په حاصلاتو کې ۱۵سلنه زياتوالی راغلی دی.
د هغوی په وینا، سږکال به روزګان کې د انځرو له باغونو ۳۲۲۸ ټُنه د انځرو حاصلات ترلاسه شي.
د روزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي: «سږکال په روزګان کې موږ د انځرو ښه حاصلات لرو باغونه لرو، د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زياتوالی راغلی. تېر کال زموږ انځر ۲۸۰۷ ټنه انځر درلوده سږکال ۳۲۲۸ ټنه انځرو حاصلات موږ لرو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د معلوماتو له مخي، سږکال سویلي ولايتونو په ځانګړې توګه ارزګان کې د يو کيلو انځرو بیه ۸ سوه افغانيو ته رسېږي.