Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې مالداران: له پاکستانه د واردېدونکو څارویو مخه دې ونیول شي

IMG-20230520-WA0007

پکتیا کې یوشمېر مالداران اندېښنه ښيي چې پاکستان څخه واردېدونکي څاروي پر ناروغیو اخته دي او له امله یې د دوی روغ څاروي پر ناروغیو د اخته‌کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې مالداران سلام‌وطندار ته وایي، کوم څاروي چې له پاکستانه او نورو هېوادونو څخه په غیرقانوني توګه هېواد ته واردېږي، د تبک، د پوستکی‌دانو او په نورو بېلابېلو ناروغیو اخته وي چې له کبله به یې پکتیا کې شته څاروي هم پر ناروغیو اخته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مالداران سرحدي سیمو کې په غیرقانوني توګه د واردېدونکو څارویو د مخنیوي غوښتنه کوي.

پکتیا کې یوه مالدار عبدالرحیم وویل: «د پاکستان نه چې کوم مالونه راځي، دې کې مرض شته د افغانستان مال ته ترې زیات خطر محسوسېږي، نو د کرنې له رییس غواړو چې مالونو ته دې مخکې واکسین ورکړي چې له مرض څخه وساتل شي او وژغورل شي.»

ځینې مالداران بیا وایي چې پکتیا کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ بیاځلې خپره شوې او دوی یې اندېښمن کړي. د مالدارانو په وینا، پکتیا کې څارویو کې بېلابېل ډوله ناروغۍ شته او مسوولان دې د مخنیوي برخه کې ورسره مرسته وکړي.

مالدار ګل‌الرحمن وویل: «دلته پکتیا کې ډېر مرضونه دي، یو د دانو او بل د تبې مرض دی. له موږ سره نه کمک شوی نه درمل راغلې، زموږ مالونو ته باید دوایي راکول شي، دلته ډېر مالونه دي بیخي زیات دي، یعنې دلته هر رقم مرض شته خو دا دوه ډېر مهم دي.»

بل‌خوا د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست د مالدارۍ د څارنې او روغتیایي خدمتونو امر سیدشیراغا افضلي وایي، پاکستان څخه را واردېدونکي ټول څاروي واکسین او ناروغ هغه قرنطین کوي.

نوموړي وویل، ځینو لویو څارویو کې د پوستکي ناروغۍ نښې لیدل شوي چې د مخنيوي لپاره یې پر ۱۰۰ زره څارويو د واکسين د تطبیق لړۍ پيل کړې ده.

هغه وویل: «کوم حیوانات چې د پاکستان له‌خوا راځي د قرنطین لپاره یې ډاکټران لرو، د څارنې او نظارت لاندې یې نیسي. کوم حیوانات چې په ناروغي اخته وي، هغه قرنطین کوو، هغه نه پرېږدو چې را داخل شي او واکسینشن تطبیقوو، کومه ساحه کې چې ناروغي لیدل کېږي، هلته شاوخوا ټول څاروي واکسین کیږي، څو ناروغي له ساحې ورکه شي. همدا سږکال مخکې له دې چې واکسین شروع شي، دری یا څلور نښې موږ خپله ولیدلې، ځکه مو غوښتنه کوله چې واکسین باید ژر شروع شي، کوم حیوانات چې په دې ناروغۍ اخته وي هغه خو نه واکسین کېږي، خو رینګ واکسینشن هلته کیږي یعنې شاوخوا ټول څاروي واکسین کیږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د څارویو د پوستکي ناروغۍ تېر کال د پکتیا په ګډون د هېواد ګڼو ولایتونو کې زرګونه څاروي له منځه یوړل چې له امله یې مالدارانو ته پراخ مالي زیانونه واوښتل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام