Asset 1SWN

کندوز کې کروندګر: پر ځمکه نوبتي کرنه د حاصلاتو کچه لوړوي

کشاورزان در کندز

پر کرنیزه ځمکه «نوبتي کرنه» د کښتونو بدلون هغه دوره ده چې له مخې یې، کرنیز محصولات ښه کېږي، د نباتي ناروغیو مخنیوی کوي، کرنیزه ځمکه غني کوي او د حاصلاتو د ښې ودې او زیاتوالي لامل کېږي.

نړۍ کې هم بڼوال له کیمیاوي سرې او درملو د کمې ګټې اخیستنې او کرنیزو محصولاتو زیاتیدو لپاره له دغه مېتود څخه کار اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان په شمال‌ختیځ کې کندوز یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي، خو کرنې برخه کې د لازم نه‌پوهاوی او د کرنیزو وسایلو نه لرل، هغه لاملونه دي چې دوي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

یوشمېر بڼوال د دې لپاره چې له خپلو ځمکو وړ حاصل ترلاسه کړي، په خپلو کرنیزو ځمکو کې کرنیز تناوب «نوبتي کرنه» په پام کې نیسي. د کندوز یوه کروندګر عبدالخالق سلام‌وطندار ته وویل چې په خپلو کروندو کې د کرنیزو محصولاتو پرله‌پسې کښت د حاصلاتو کمښت او د کرنیزو افتونو د زیاتوالي لامل ګرځي.

د نوموړي په وینا، د قناعت وړ او ښه حاصلاتو تولید لپاره هر کال نوبتي کرنې څخه کار اخلي او ښه حاصلات ترې په لاس ورځي.

هغه وویل: «طبیعي ده پر ځمکه هرکال د هماغه یو څه کرل، حاصل نه‌ورکوي. اړ یو بدلون په‌کې راولو، مثلا که یوکال پنبه کرو، بل کال په هماغه ځمکه لوبیا کرو، کرنې ریاست هم معلومات راکړي او مونږ خپله هم ورباندې پوهېږو. د خدای مهرباني ده، چون موږ له پلرونو همدې برخه کې بوخت یوو، عمر مې ۴۵کاله ده او بزګري کوم.»

بل‌خوا د کندوز یوه بل کروندګر نظرمحمد سلام‌وطندار ته وویل، چې کروندګر په دوو فصلونو کې له خپلو کروندو څخه حاصلات راټولوي، که بڼوال په خپلو ځمکو کې تنوع را نه‌ولي، د بڼوالو په زیان تمامېږي.

هغه وویل: «که هر کال غنم وکرل شي نو ګټه نه کوي، او باید په کرنیزو ځمکو هر کال متفاوت څيزونه وکري تر څو ګټه وکړي، که چېرې زراعتي تناوب  ونه لري، نو ښه محصولات نه تولیدوي.»

په همدې حال کې د کندوز د کرنې کارپوه فریدالله سلام‌وطندار ته وايي چې نوبتي کرنه، کرنیزې ځمکې حاصل ښه کوي او محصولاتو ته ښه وده ورکوي.

د  کرنیزو چاروکارپوهان په دې باور دی چې نوبتي کرنه، کروندګرو ته دا اسانتیا په لاس ورکوي چې کیمیاوي سره کمه وکاروي، بې‌ځایه او مضر واښه له‌منځه لاړ شي او د ناروغیو مخنیوی وکړي.

هغه وویل: «کرنیز بدلون د ځمکې د حاصلخیزه کولو د مرضونو د مخنیوي د حاصلاتو ښه‌والي، د خاورې جوړښت، د ناروغیو کنټرول، د زیان‌رسوونکو واښو کنټرول او د محصولاتو زیاتوالي لامل کېږي.»

په ورته وخت کې د کندوز کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، بڼوالو ته یې د کرنیزې بوبتي کرنې په اړه پوهاوی ورکړی دی.

د کندوز کرنې ریاست استازی عبدالبصیر فقیري سلام‌وطندار ته وویل چې د دې ولایت له ۹۰سلنې څخه ډېر کروندګر کرنیز نوبتي کرنه کوي. «زراعتي تناوب زیات ارزښت لري، که یو یڼوال زراعتي تناوب مراعات نه‌کړي، نو د محصولات کچه یې راټیټېږي او د مرضو او افتونو لامل هم کېږي، د کرنې ریاست مشوره او لارښوونه دا ده چې دا یو ضروري کار دی او باید بڼوال یې وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کندوز د خپلو حاصل‌‌خېزو کرنيزو ځمکو له پلوه د افغانستان د کرنیزې زېرمې په نوم یادېږي او کرنیز محصولاتو لکه وریجې، غنم، خټکي او هندواڼه یې ځانګړی نوم لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام