عمر خوړلي دین محمد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ «محمد یعقوب کلاچې» سیمه کې پر پنځه جریبه ځمکه، مۍ «ماشو» کرلي او اوس یې، حاصل راټولوي.
هغه چې د نشهيي توکو بدیل کښت ته مخه کړې، وایي، د مۍ «ماشو» سږنی حاصل یې، ځکه کم دی چې د دوبي زیاتې تودوخې یې، د حاصل نیونې پرمهال فصل اغېزمن کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د ماشو حاصلات که ښه هم شي، خو کروندګرو زیات لګښتونه کړي، بیلابیلو کرنیزو مرستو ته اړتیا لري، ځکه زه خپله خپل کړي لګښتونه نشم برابرولی.»
د همدې سیمې یوشمېر نور کروندګر هم وایي، د نشهيي توکو پر ځای یې، بدیل کښتونو ته مخه کړې، خو د دولت له مرستې پرته یې، حاصلات د دوی د لګښتونو جبران نهشي کولای.
یوه کروندګر جانان وویل: «د تېرکال په پرتله ماش سږکال ډېر کمزورې دي. تېرکال ښه و، سږکال یې حاصلات زموږ لګښتونه نشي پوره کولی.»
یوه بل کروندګرعبدالمنان ارغندابي هم وویل:«کروندګرو رښتیا هم د کوکنارو بدیلو کښتونو ته مخه کړې، نو باید مرستي هم ورسره وشي، کروندګر ډېر ستړي دي، موږ چي څه کرنیز حاصلات لرو، دا دکرونګر دلاس ثمره ده.»
کندهار کې کروندګر له مسوولانو غواړي چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. بل لور ته د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي، مۍ، ممپلي، زعفران، هنجه او ریحان د نشهیي توکو تر ټولو غوره بدیل کښتونه دي چې دغه ولایت کې زیاتو کروندګرو ورته مخه کړې.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر شمس الرحمن موسی وویل، هڅه کوي د کروندګرو ستونزې حل کړي او د دوی د محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي.
د هغه په وینا، سږکال دغه ولایت کې پر ۵۵۳ هکټاره ځمکه د ماشو کروندې شوي چې ورڅخه به ۱۶۳۷ متریک ټنه حاصل ترلاسه شي. «زموږ معلومات ښیې چې سږکال پر ۵۵۳ هکټاره ځمکه د ماشو کروندې شوې او تمه شته چي ورڅخه به ۱۶۳۷ متریک ټنه حاصل راټول شي.»
وروسته له هغې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت هېواد کې د نشهيي توکو په کښت بندیز ولګاوه، ګڼو ولایتونو کې کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې، خو دوی شکایت کوي چې که دولت ورته د حاصلاتو د بازارموندنې زمینه برابره نهکړي، ښایي ډېر یې له دې کاره لاس واخلي.