Asset 1SWN

کروندګر: د اقتصادي ستونزو له امله اړ یو د کوکنارو کښت ته مخه کړو

000_33DG49H-resized

هېواد کې یوشمېر کروندګر وايي، که د سرپرست حکومت له لوري ورته د بدیل کښت زمینه برابره نه‌شي، اړ دي چې د اقتصادي ستونزو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

دغه کروندګر چې په تېر یوه کال کې یې د کوکنارو د کرلو پر ځای نورو کښتونو ته مخه کړې، شکایت لري چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته لاسرسی نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، سرپرست حکومت ورته اصلاح شوي تخمونه او بدیل کښتونه نه‌دي وېشلي او په وینا یې، که د اصلاح شویو تخمونو په وېش کې ورسره همکاري ونه‌شي، د اقتصادي ستونزو له امله به بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

د بدخشان د ارګوی ولسوالۍ کروندګر عیان‌الدین وویل: «له اقتصادي ستونزو سره مخ یم. که اسلامي امارت بدیل کښت ووېشي، نور کوکنار نه‌کرو او نه حکومت او نه هم موږ په زحمت کېږو، خو که بدیل کښت واک رانه‌کړل شي، اړ یو کوکنارو کښت ته مخه کړو.»

زابل کې کروندګر زیارمل هم له سرپرست حکومته غواړي چې کروندګرو ته بدیل کښت او اصلاح شوي تخمونه ووېشي. «حکومت باید موږ سره مرسته وکړي او اصلاح شوي تخمونه راکړي، څو وکولای شو چې خپل ژوند کې بدلون راولوو.»

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، تراوسه په بېلابېلو ولایتونو کې پر څه باندې ۱۰۰ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي.

د دغه وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وویل، د کرنې وزارت د کروندګرو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې پنځه کلن پلان چمتو کړی.

هغه وویل: «د بدیل کښت وېش، کیمیاوي سرې، بزګرانو ته درمل، او د انګورو د بڼونو لپاره سېسټم‌ول، د هغو کړنو څخه دي چې تر دې دمه ترسره شوي او په سلګونو زره بزګران د بدېل معیشت له پروګرامونو څخه برخمن شوي دي. «دا وزارت ځانګړي پروګرامونه لري چې هغه کروندګر تر پوښښ لاندې راولي چې د کوکنارو کرلو څخه یې لاس اخیستی او هڅه کوي چې د بدیل کښت په معرفي کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.»

اسلامي امارت هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، پلور، پېر، قاچاق او استعمال بندیز لګولی او د خپرو شویو راپورونو له‌مخې، چارواکو په زرګونو هکتاره ځمکه له نشه‌يي توکو پاکه کړې.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت هېواد کې د کوکنارو د کښت راکمولو لپاره د عامه پوهاوي لسګونه کمپاینونه ترسره کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وویل: «د کورنیوچارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې پولیس د روان کال له پیل تراوسه، زرګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او په دې اړه یې، د عامه پوهاوي کمپاین هم ورکړی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې وړاندې د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي وو چې د اسلامي امارت له‌خوا د کوکنارو پر کښت بندیز د بې‌وزلو کارګرانو او کلیوالو ښځو پر ژوند منفي اغیز کړی دی.

مرتبط با این خبر:

— کندهار او پکتیا کې د «چرس او کوکنارو» کښتونه له‌منځه وړل شوي

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام