غزني کې یوشمېر بڼوال د خاکسترک «پوپنک ډوله ناروغۍ ده» ډېروالي له امله اندېښمن دي او وايي، دې ناروغۍ یې د انګورو تاکونه اغېزمن کړي چې له امله یې د انګورو حاصلات کم شوې دي.
د غزني ښار نوغي کلي اوسېدونکی حیاتالله په خپل باغ کې د انګورو ۴۰۰ تاکونه لري. نوموړی هم د خاکسترک ناروغۍ «پوپنک ډوله ناروغي ده» له خپرېدو اندېښمن دی او وايي، دې ناروغۍ یې انګورو ته زیان رسولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «دا مرض انګور نه پرېږدي چې غټ شي، دانې یې وړې او تورېږي او د خوراک ګټه نه ترې کېږي، له همدې امله بیا بازار کې هم نهپلورل کېږي، کله یې چې وچ کړو ممیز یې هم کوچني، تور او خراب راځي.»
نذیر د غزني د خواجه عمري ولسوالي د قلعه بالا کلي بڼوال دی چې د انګورو په باغ کې له همدې خپرې شوې ناروغۍ ځورېږي. نوموړی د دغه ولایت کرنې ریاست غواړي چې د نباتي درملو د ورکړې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
هغه وویل: «له بده مرغه سږکال زموږ د انګورو تاکونه ښه حاصل نهلري، د خاکسترک په نوم ناروغۍ له امله مو مکمل انګور خراب او تور شول، سږکال زموږ باغونه حاصلات ډېر کم شوي دي. له کرنې ریاست زمونږ غوښتنه دا ده چې د انګورو بڼوالو ته چې باغونه یې مرض وهلي، درمل ورکړي، څو له دې افته خلاص شوو.»
خو د انګورو په تاکونو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو عوامل څه دي؟
د کرنې متخصص صالح محمد له سلاموطندار سره خبرو کې وویل چې اقلیمي بدلون، د چاپېریال او حفظالصحې نه مراعاتول او له دې ناروغۍ د باغلرونکو د معلوماتو نشتون، هغه لاملونه دي چې په زیاته اندازه خپره شوې او د انګورو پر حاصلاتو یې اغېزه کړې.
هغه وویل: «اقلمي بدلونونه خپله د نارغیو لامل کېږي، دویم د بڼوالو نه پوهاوی دی. زمونږ زیاتره کروندګر له ناروغیو څخه معلومات نه لري او یا ډېر کم پوهیږي. دریم دا چې په باغونو کې حفظ الصحې ته پام نه کوي. مضر او بې ځایه بوټي له منځه نه وړي، کله چې دا کار ونشي د انګورو تاکونو ته د هوا له داخلیدو څخه مخنیوی کیږي، د رطوبت لامل کیږي او خاکسترک ناروغۍ ته زمینه برابریږي.»
د بڼوالۍ برخې دا کارپوه له ځمکې څخه د انګورو د ښاخونو پورته ساتل، له اضافي او بېځایه واښو څخه د باغونو پاکول، د انګورو د ښاخونو پر وخت اصلاح څو د ازادې هوا لپاره لاره موجوده وي، هغه لارې چارې یادوي چې د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کولای شي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ باید مضره واښه لرې کړو، ښاخونه د ځمکې څخه پورته کړو، ښاخونه یې په منظم ډول اصلاح کړو او کوم ښاخونه چې انګور نلري هغه باید لرې شي څو د لمر وړانګې ورته ورسېږي.»
د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د انګورو په تاکونو کې د دې ناروغۍ خپرېد تاییدوي، خو هممهاله زیاتوي چې هره ورځ بڼوالو ته د مشورې او نسخې ورکړې لپاره د دوي هڅې روانې دي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو ساتنې عمومي مدیر محمدزکریا هوتک وویل: «په دې وروستيو کې رښتیا هم د غزني په مرکز او ولسواليو کې د خاکسترک ناروغي زیاته شوې او په باغونو کې خپره شوې ده. هره ورځ یو شمېر بڼوال او کروندګر کرنې ریاست ته مراجع کوي، د ناروغۍ نمونې راوړي او د مخنیوي او مبارزې لپاره ورته د کرنې ریاست مسلکي کارونکي لازمې مشورې او د اړینو درملو په اړه معلومات ورکوي.»
هوتک وايي، دغه رياست د امکاناتو نشتوالي له امله نشي کولای، بڼوالو ته درمل په واک کې ورکړي، خو د دوي له مشورې او تخنیکي لارښوونې وروسته، درمل له بازار څخه اخلي.
نوموړي وویل: «تېرکال کرنې ریاست یو څه درمل درلودل چې باغلرونکو ته مو ورکړل. بدبختانه چې سږ کال کوم درمل نشته چې پر بڼوالو یې وویشو، یوازې کولی شو دوی ته معلومات ورکړو، لازمې مشورې ورسره شریکې کړو او د ناروغۍ د کنټرول لپاره نسخې ورته ولیکو. دوي کولای شي دوا له بازاره واخلي.»
د تېروو دوو کلونو پسرلیو پرمهال زیات اورښتونه، ږلۍ او بېوخته سړه هوا هم د دې لامل شوې چې کروندګر زیانمن شي، ناروغۍ او طبیعي افتونه د پام وړ زیات شي.
باور دا دی که اړوندې ادارې له طبیعي افتونو او ناروغیو سره د مبارزې لپاره کروندګرو ته لاس ورکړي، نه یوازې دا چې د حاصلاتو کچه به زیاته شي، بلکې کیفیت یې هم ورسره لوړېدای شي.