Asset 1SWN

راتلونکې اوونۍ ګڼو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

پولیو-qndalaufceyxi8fd6rtl3cj728qnr2nyyvve6cm7ig

افغانستان کې د «له پولیو خلاص افغانستان بنسټ» وايي، ټاکل شوې چې رتلونکې اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ (فلج) پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

یادې ادارې نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کمپاین به د راتلونکې  دوشنبې – د چنګاښ ۳۰مه – پیل شي.

د یادې ادارې له‌خوا د پولیو ضد واکسین پېلېدونکي پړاو کې به له ۵ کلونو کم عمره زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي، خو دغه بنسټ د یادو ماشومانو د کره شمېره په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان او پاکستان نړۍ کې دوه هغه یوازیني هېوادونه دي چې لاهم په کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ناروغي په بشپړه توګه په‌کې له‌منځه نه‌ده تللې.

افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه د روان میلادي کال « ۱۴۰۳ کال د کب ۳ نېټه» په بادغیس کې ثبت شوه چې له هغې وروسته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام