د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د خبېرپښتونخوا ایالت په ډېرهاسماعیل خان کې وسلهوالو د پوځ پر یوه مرکز برید کړی چې له امله یې ۲۳ سرتیري وژل شوي لسګونه نور ټپیان دي.
پېښه نن «سهشنبې، نومبر ۱۲مه» د ډېرهاسماعیل خان څخه ۶۰ کیلومټره لرې ډرابان ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان پوځ رسنیو څانګې «ISPR» په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسلهوالو لومړی د یاد مرکز دروازې مخته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې او ورپسې ځانمرګی برید شوی دی.
د پاکستان پوځ رسنیو څانګې په خبرپاڼه کې راغلي: «د چاودنې پایله کې ودانۍ نړېدلې او ویجاړې یې رامنځته کړي دي. ترڅنګ یې شپږ وسلهوال چې برید کې یې برخه لرله، لهمنځه وړل شوې دي.»
الجزیزې خبري شبکې د ژغورنې ډلې د یوې سرچینې له قوله راپور کې ویلي، برید کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ټپیان شوي او د ډېرهاسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوې دي.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ د برید مسوولیت د «تحریک جهاد پاکستان» ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو کې نښتې او وسلهوال بریدونه زیات شوي دي.
د روان کال جنورۍ میاشت کې څه باندې ۱۰۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوه ځانمرګي بریدګر یوه جومات کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.