Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له پنجاب او ممبی له راجستان سره لوبه کوي

358943

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي چې چینای سوپر کنګز له پنجاب کنګز او ممبی انډیینز له راجستان رویلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د چینای سوپر کنګز او پنجاب کنګز لوبډلو سیالي نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د چینای په کورني لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ممبی انډیینز او راجستان رویلز ترمنځ لوبه به نن ماښام ۶:۳۰ بجې د ممبی په کورني لوبغالي «وانکېډه» کې ترسره شي.

چینای لوبډله چې دا مهال د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په څلورم ځای کې شتون لري، له خپلو کړیو اتو سیالیو څخه پنځه لوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.

پنجاب کنګز لوبډلې بیا له اتو لوبو څلور ګټلي، څلور بایللي او په اتو امتیازونو سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

بل‌خوا راجستان رویلز لوبډله چې د ای‌پي‌اېل روان لیګ کې تراوسه د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه ښکاره شوې نن د ممبی انډیینز لوبډلې مېلمه ده.

راجستان د جدول په دویم ځای کې شتون لري او له اتو لوبو یې پنځه سیالي ګټلي او درې یې بایللي دي. د جدول سر کې ګوجرات ټایټنز په شپږو بریاوو سره شتون لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ممبی انډیینز چې دا مهال په ستونزو کې ایسار ده، تراوسه یې له کړیو اوو سیالیو څخه یوازې درې لوبې ګټلي دي. مببی د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په نهم ځای کې شتون لري او د مخته تګ لپاره د پاتیو سیالیو ګټلو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام