Asset 1SWN

ای‌پي‌‌اېل؛ حیدراباد له پنجاب سره لوبېږي

c90d8901-310c-45fe-a264-581310037003

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۹مه لویه کې پنجاب کنګز لوبډله له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۰۲:۳۰ بجې د حیدراباد په کورني لوبغالي «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حیداباد لوبډلې چې د سیالیو جدول په درېیم ځای کې شتون لري، له کړیو ۱۳ لوبو څخه یې ۷ ګټي او پنځه یې بایللې دي.

یادې لوبډلې په ۱۵امتیازونو سره د دغه لیګ پلې‌اوف ته لاره پیدا کړې او له نن سیالي وروسته به معلومه شي چې له کومې لوبډلې سره به سیالي وکړي.

پلې‌اوف کې دا مهال کلکته نایټ‌رایډرز او رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې وتلي دي. راجستان هم پلې‌اوف ته لاره پیدا کړې او د یادې لوبډلې له نننۍ لوبې وروسته به په ډاګه چې د کومې لوبډلې سیال به وي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ په زړه‌پورې لوبه کې رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې چینای سوپر کنګز لوبډله له پلې‌اوف راوګرځوله او په یادې بریا سره د څلورمې لوبډلې په توګه پلې‌آوف ته ووتله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام