د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد لوبډله له کلکته نایټرایډرز سره لوبېږي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، مې ۲۶مه د هند د چینای په «اماې چېډامبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دواړه لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ کوالېفایر لوبه کې د یوه بل پر وړاندې لوبېدلي چې کلکته نایټرایډرز پهکې بریا خپله کړه.
سنرایزرز بیا دویمه کوالېفایر کې راجستان رویالز له مخې پورته کړ او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
دواړو لوبډلو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي لوبېږي. رحمنالله ګربز او الله محمد غضنفر له کلکته او فضلالحق فاروقي بیا له حیدراباد سره لوبه کوي.
کلکته او حیدراباد له نږدې څو کلونو وروسته په لومړي ځل پایلوبې ته لاره پیدا کړې. کلکته په ۲۰۲۱کال کې له چینای سره پایلوبه کې ولوبېده او له هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې پایلوبه کې لوبېږي.
سنرایزرز حیدراباد بیا له ۲۰۱۸کال راهیسې په لومړي ځل پایلوبه کې سیالي کوي. کلکته نایټرایډرز لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴کلونو کې د ایپياېل لیګ اتلولي ګټلي او نن به هڅه کوي چې خپله درېیمه اتلولي په خپل نوم کړي.
سنرایزرز حیدراباد لوبډلې بیا تراوسه په ۲۰۱۶کال کې د یاد لیګ اتلولي ګټلې او نن به د دویمې اتلولي په لټه وي. کلکته او سنرایزرز لوبډلو په سږني ایپياېل کې د ریکارډ پېر تاریخ جوړ کړ او د یاد لیګ په تر ټولو لوړ قیمت یې لوبغاړي واخیستل.
د کلکته نایټرایډرز لوبغاړی مېچل سټارک سږکال تر ټولو په لوړه بیه اخیستل شوی لوبغاړی دی چې دې لوبډلې په «۲۴.۷۵میلیونه» هندۍ روپۍ اخیستل شوی دی.
پات کمېنس د سنرایزرز حیدراباد لوبدلمشر بیا په ۲۰.۲۵ میلیونه هندۍ روپۍ واخیستل شو چې دواړه د لوبغاړو ریکارډ کچې پېر بلل کېږي.
سنرایزرز حیدراباد او کلکته نایټرایډرز لوبډلې له دې وړاندې په مخ شویو وروستیو پنځو لوبو کې څلور ځلې کلکتې او یوازې یو ځل حیدراباد بریاوې خپلې کړې دي.