Asset 1SWN

انګلستان نن نړیوال جام کې له امریکا سره لوبېږي

383445

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن یکشنبه، جون ۲۳مه امریکا  له انګلستان سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالي د اتو غوره لوبډلو پړاو له ۲ ګروپ څخه کېږي چې دې ګروپ کې سوېلي‌افریقا، انګلستان، وېسټ‌انډیز او امریکا یوځای دي.

سوېلي‌‌افریقا په دغه ګروپ په دوو بریاوو سره لومړی او وېسټ‌انډیز دویم ځای لري.

انګلستان په خپله تېره لوبه کې د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړه او اړتیا لري چې نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره امریکا ته په ستر توپیر ماته ورکړي.

نیمه‌ پای‌لوبې ته د انګلستان تګ د سوېلي‌‌افریقا او وېسټ‌انډیز لوبډلو ترمنځ لوبې پورې هم تړلی دی. د یادو سیالیو په لړ کې نن سهار افغانستان له ۱ ګروپ څخه پیاوړې اسټرالیا لوبډلې ته ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان دغه لوبه کې د ۲۱ منډو په توپیر اسټرالیا مات کړی او په لومړي یې دې لوبډلې څخه لوبه وګټله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام