Asset 1SWN

د ۱۴۰۳ کال پای؛ سرپرست حکومت: له لاسته‌راوړنو ډک و

ARG-ارګ

په ۱۴۰۳ کال کې اسلامي امارت هڅه کړې چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په رسمي جوړښت کې شامل کړي، هغه هڅې چې د سرپرست حکومت په باور ښې پایلې لرلې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، په ۱۴۰۳ کال کې سرپرست حکومت د بهرنیو اړیکو د پراخولو په برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې درلودې. د هغه په ​​وينا، دغه کال کې لسګونه افغان ډيپلوماټان د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا منل شوي دي.

د تېرکال پرمهالا د مالیزیا، ترکیې، پاکستان، ایران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي امارت ډیپلوماټان منل شوي دي.

په ۱۴۰۳ کال کې درېیو هېوادونو د اسلامي امارت د سفیرانو باورلیکونه هم ترلاسه کړي. فطرت وویل: «د اګسټ وروستیو کې بلال کریمي چین کې د سفیر په توګه وټاکل شو. د اکتوبر په ۱۵مه، ښاغلی عبدالغفار بحر اوزبیکستان کې د سفیر په توګه وټاکل شو. همداراز نومبر کې بدرالدین حقاني په عربي متحده اماراتو کې د سفیر په توګه وپېژندل شو.»

له دې سره په ۱۴۰۳ کال کې کابل کې د سعودي عربستان سفارت خپل فعالیت بیاپیل کړ او له بل لوري ترکیه کې د افغانستان سفارت هم اسلامي امارت ته وسپارل شو.

په دغه کال د اسلامي امارت چارواکو ۵۱ هېوادونو ته سفرونه کړي او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې، د هېوادونو له چارواکو سره ناستې او خبرې کړي دي.

حمدالله فطرت وايي چې په ۱۴۰۳ کال کې د اسلامي امارت استازو په ۲۵ نړیوالو غونډو کې ګډون کړی او د دغو غونډو په څنډه کې یې د نورو هېوادونو له سیاستوالو او ډیپلوماټانو سره هم ناستې لرلې.

هغه وویل: «تېرکال د همکاریو پراختیا او تعاملاتو لپاره د اسلامي امارت چارواکو ته د ۵۱ هېوادونو سفرونه برابر شوي او لیدنې شوي دي. دا سفرونه ترکیې، قطر، هند او ایران ته شوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له نړیوال انزوا څخه د وتلو لپاره په ۱۴۰۳ کال کې د اسلامي امارت له هڅو سره- سره هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې اقتصادي بندیزونه، ډیپلوماټیک فشارونه او د امنیتي او بشري حقونو په اړه اندېښنو په نړیواله ټولنه کې د اسلامي امارت د منلو مخه نیولې ده.

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پي‌ګیر وايي: «اسلامي امارت چې کومې ژمنې له ملت سره کړې وې، عملې یې نه‌کړې، نړیواله ټولنه موږ په رسمیت نه‌پېژني، امنیت شورا کې ډېرې نیوکې وشوې او روانې دي، قانوني حکومت نشو او له سرپرستۍ ونه‌ووت.»

یوشمېر نور شنونکي په دې باور دي چې په کورنیو سیاستونو کې له بنسټیزو بدلونونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې او د یوه ټولشموله حکومت له جوړېدو پرته به اسلامي امارت په نړیوالو ډګرونو کې له تړلو دروازو شاته ولاړ وي.

که څه هم اسلامي امارت په ۱۴۰۳ کال کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو لپاره ډېرې هڅې کړې؛ خو د بشري حقونو او د افغانستان د سیاسي جوړښت په برخه کې د نړیوالو د غوښتنو د نه منلو له امله نه دی توانیدلی چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام