د خوست ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۱۸ میلیونه افغانیو اته چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
دغه چکډېمونه شنبه، غويي ۲۲مه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او یوشمېر نورو چارواکو لهخوا ګټېاخیستنې ته وسپارل شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادو چکډېمونو ټول لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورکړل شوی دی. یاد چکډېمونه د ۵۳۳۰۰ اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري چې ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.
د دغو چکډېمونو د پرانېستلو په تړاو جوړو شویو مراسمو ته د اوبو او انرژۍ سرپرست عبدالطيف منصور وويل چې د اوبو زېرمې لپاره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وړو چکډېمونو د جوړېدو پلان لري.
د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت د اوبو مهار لپاره ژمن دی او اوبه د کرنیزې ودې لپاره مهمې دي.
د خوست د شمل خرم فرعي سنديزې حوزې رييس عبدالقيوم ثابت وويل چې اته چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي او پر ځينو يې کار روان دی.
د مسوولانو په وينا، ياد چکډېمونه د خوست مرکز په ګډون په نادرشاه کوټ، صبريو، ځاځي میدان، تڼيو، موسیخېلو، دوهمنده او باک ولسوالیو کې بشپړ او ګټېاخيستنې ته وسپارل شول.