یوشمېر قانون جوړونکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لرېکېدو لپاره د یاد هېواد د اساسي قانون د ۲۵م متمم «اصلاحیه» د تعدیل د کارولو غوښتنه کړې ده. دغه تعدیل هغه مهال د واک د لېږد زمینه برابروي، کله چې ولسمشر د خپلې دندې د ترسره کولو وړتیا له لاسه ورکړي.
د اریزونا ایالت استازې، یاسمین انصاري، تازه هغه سیاستواله ده چې د یاد تعدیل د تطبیق غوښتنه یې کړې ده. نوموړې پر خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي چې ټرمپ یوه «ویجاړوونکې او غیرقانوني جګړه» پراخوي او په ایران کې د ملکي بنسټونو په نښه کولو ګواښ کوي.
د هغې په وینا، د وروستیو ۴۸ساعتونو څرګندونو «ټولې کرښې اوښتې دي.»
تر دې وړاندې، د مینیسوټا استازې الهان عمر هم د ټرمپ پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی و او ویلي یې وو: «دا د منلو وړ نه ده. باید ۲۵م تعدیل فعال شي، استیضاح دې وشي او له دندې دې لرې کړل شي.»
د نیومکسیکو استازې میلانې سټانسبري هم په دې اړه ویلي: «وخت رارسېدلی چې ۲۵م تعدیل عملي شي. کانګرېس او کابینه باید اقدام وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز د ایلینوی پخواني جمهوري غوښتونکي استازي جو والش ویلي چې ټرمپ به «د هېواد او نړۍ لپاره د تل لپاره یو تور داغ پاتې شي» او د سمدستي اقدام غوښتنه یې کړې ده.
دیموکرات سناتور کریس مرفي هم په خپل غبرګون کې ویلي چې که دی د ټرمپ په کابینه کې وای، نو د اساسي قانون له وکیلانو سره به یې د ۲۵م تعدیل پر عملي کېدو سلا مشورې کولې. هغه د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جګړې دوام به د لا زیاتو انساني تلفاتو لامل شي.
تر اوسه د سپینې ماڼۍ یا د ټرمپ د ادارې له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی. دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې د ایران په اړه د امریکا د وروستیو اقداماتو او څرګندونو پر سر سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی دی.