Asset 1SWN

د کاري فرصتونو رامنځته کولو هڅې؛ «کار مې په ۹۰ ډالره پیل کړ»

زنان-صنعت_کار-در-فاریاب-۲-qp0i46v3wz8yqypvbumtrkdnbc8k6muvpbp2w514so

د جمهوریت له پرځېدو او هېواد کې د وزګارتیا کچې پراخېدو وروسته، ګڼ‌شمېر ځوانانو کوچنیو اقتصادي فعالیتونو ته مخه کړې او له دې لارې ښه ګټه وټه ترلاسه کوي.

په دې راپور کې له لسو نجونو او هلکانو سره خبرې شوې چې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال یې په بېلابېلو برخو کې کوچني کاروبارونه پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې ۱۸کلنه شبنم چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې، اوس یې نقاشي او خطاطۍ برخه کې فعالیت پیل کړی دی. «د نقاشي، خطاطي او مرۍ برخو کې کار کوم، یو کال کېږي چې پیل کړی مې دی او د نندارتونونو له لارې د نقاشي او نورو فرمایشونه ترلاسه کوم او ښه عاید لرم.»

د کابل يوه بله اوسېدونکې تمنا رحيمي وايي چې د پنځه زره افغانيو په پانګونه سره یې د خیاطي او اوبدلو په برخه کې کار پيل کړى دى. هغې وویل: «زه په بېلابېلو برخو کې کار کوم، لکه غالۍ اوبدل او نقاشي؛ ما له درېوو کلونو راهیسې اوبدل او خیاطي پیل کړي. د بدلونونو وروسته، ما نشو کولی خپلو زده‌کړو او کار ته دوام ورکړم، له همدې امله ما وغوښتل چې یو کاروبار پیل کړم او له دې لارې پیسې وګټم.»

فریده چې د تېر حکومت پرمهال د کابل هوايي ډګر کارکوونکې وه، وايي، په ۹۰ ډالره یې ډیجیټال اسعار او سولر برخه کې ځانته کار پیدا کړی دی. «دوه میاشتې کېږي چې ډیجیټال اسعارو برخه کې مې کار پیل کړی او پلټ‌فارم او ټرېننګ مخته وړم او کار مې په ۹۰ ډالره پیل کړی او تراوسه مې یو زرو او ۱۰۰ ډالره ګټلي دي.»

دغه ځوانان وايي چې د کاروبارونو په رامنځه کولو سره توانېدلي، ځان او د کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

سيد داوود چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته يې د سرو زور پلور په برخه کې کار پيل کړى، وايي چې له خپل کار څخه خوښ دى او پلان لري چې پراختيا ورکړي. هغه زیاتوي: «نور کارونه نه‌ول، له همدې امله مې دا کار پیل کړ او هڅه مې وکړه چې له دې لارې عاید ترلاسه کړم، فکر مې نه‌کاوه چې په دې موده کې به مې سوداګري دومره وده وکړي. زه ډېر خوښ یم،  ځکه چې زما کار په چټکۍ سره وده کړې.»

عبدالهادي بهمني چې تېره مياشت يې د ګلدوزۍ په څانګه کې کار پيل کړی، هم وايي: « زما کار د کمپيوټر ګلدوزي ده چې توليدي کار کوم. پخوا مې نور کارونه کول؛ په دې حالتو کې مې ولیدل چې دا کار ښه دی او دا ممکنه ده چې ښه عاید ولري. د دې کار د پیل موخه شخصي کار و.»

د اقتصادي یو‌شمېر کارپوهان د وزګارتیا له‌منځه وړو برخه کې د ځوانانو له‌خوا د کاري فرصتونو رامنځته کول، مهم ګڼي او وايي، دا چاره کولای شي، د کورنیو او افغانستان اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چاروکارپوه شاکر یعقوبي وویل: «د تشبث اغېزې په څو برخو ویشل شوي دي. دا مسله د کار فرصتونه رامنځته کوي او بیکاري کموي؛ له بلې خوا، متشبثین کولی شي په نوښت او ټکنالوژۍ مثبت اغېز ولري.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه عبدالبصیر رشتیا هم وايي، له ځوانانو سره د سرپرست حکومت ملاتړ کولای شي په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د هغوی هڅونه زیاته کړي او د کارموندنې زمینه برابره کړي. نوموړی وویل: «که له متشبثینو ملاتړ وشي، تولیدي عوامل ورته برابر شي او مالي سرچینو ته لاسرسی ولري، له شک پرته کولای شي کارموندنه ډېره او پانګونې ته ځوانان وهڅوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ښاریانو په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی تل یوه له لویو ټولنیزو ستونزو څخه ده چې د دوی منځ کې یې بشري مرستو او ناغوښتل شوې کډوالۍ ته اړتیا زیاته کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام