د کونړ له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولانو ویلي چې د وروستیو شمېرو له مخې د دې ولایت په وټهپور، ماڼوګي، چپهدره، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه نږدې ۷۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۱۰۰۰ نور ټپيان دي.
د یادې ادارې په وینا، تراوسه هم ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې دي او د ارقامو د لوړېدو احتمال شته.
د اسلامي امارت د مسوولانو په وینا، څلور الوتکو کې یې ۸۰۰ کیلوګرامه صحي درمل او ۳۰ ډاکټران کونړ ته رسېدلي، ترڅو د ټپیانو درملنه وکړي.
په لغمان کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله ۴۴ کسان ټپیان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لغمان د پیښو سره د مبارزې او چمتو والي رئیس قاري خیرمحمد غازي د معلوماتو له مخې، تر دا مهاله ولایتي روغتون ته ۴۴ ټپیان راوړل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
زلزله ځپلي د مرستو غوښتنه کوي.
ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ژغورنې ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ژر به وروستي ارقام له رسنیو سره شریک کړي.
همداراز، د دفاع وزارت چورلکې د ژغورنې عملیاتو ته لېږل شوې او ګڼ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.