Asset 1SWN

سلام وطندار

د دوو کلونو پرمهال هېواد کې د نشه‌يي توکو د پروسس ۱۵۰۰ کارخونې له‌منځه تللي

A farmer works at a poppy plantation in a field in Kandahar on April 3, 2022. - The Taliban's supreme leader on April 3 ordered a ban on poppy cultivation in Afghanistan, warning that the hardline Islamist government would crack down on farmers planting the crop. (Photo by Javed TANVEER / AFP)

د سرپرست حکومت مسوولان د ګاونډیو هېوادونو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو قاچاق زیات شوی دی.

په وروستیو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له‌خوا ادعاوې شوې چې افغانستان څخه د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق ډېر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، د تېرې دوو کلونو پرمهال هېواد کې د نشه‌يي توکو د پروسس ۱۵۰۰ کارخونې او ګدامونه له‌منځه وړل شوې دي.

نوموړي وویل: «دوه کاله وړاندې افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق بند شو او وروسته د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه پیل شوه. دوو کلونو کې ۱۵۰۰ کارخونې او د نشه‌يي توکو د پروسس ذخیرې له‌منځه وړل شوې دي. کښت او تولید یې بند شوی.

د سرپرست حکومت ویاند همداراز زیاتوي چې د نشه‌يي توکو قاچاق یوه نړیواله ښکارنده ده او په وینا یې، د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده.

هغه وویل: «د نشه يي توکو د قاچاق مسئله يوه نړيواله اندېښنه ده او پکار ده چې د نړۍ او سيمې هغه هېوادونه چې په دې برخه کې اغېزمن دي، په ګډه کار وکړي چې افغانستان ته د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونيسي.»

بل‌خوا د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې یوشمېر کارپوهان وايي، د نشه‌يي توکو قاچاق یوه نړیواله ستونزه ده او افغانستان د دې کښت د محدودولو او د قاچاق مخنیوي لپاره د ګاونډیو او سیمو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کارپوه اظهر وویل: «له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره اساسي اړتیا دا ده چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل وشي، څو په استخباراتي همکارۍ او تخنیکي همکارۍ او ګډو پوځي عملیاتو کې قاچاقبران او هغه کسان چې په دې برخه کې فعال دي؛ له‌منځه یوسي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

قزاقستان په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د روسیې د استخباراتو په همکاري یې، یو ډول نشه‌يي توکې چې تور بازار کې یې، ارزښت ۵۰۰زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، نیولي چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته قاچاقېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام