Asset 1SWN

زابل کې د هوا ګرمېدو له امله ۷۰۰ کسان پر موسمي ناروغیو اخته شوي

2222-زابل-qcs5bmt6k77kjj4aqw8ejd3gd8n41w7entuvvqfp8o

د زابل روغتیايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو میاشتو پرمهال پر بېلابېلو موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، د هوا په ګرمېدو سره یې ۷۰۰ کسان چې پر موسمي ناروغیو اخته دي، ثبت کړي او ډېری یې هم ماشومان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسوولان ګرمه هوا، ککړې اوبه، د حفظ‌الصحې نه‌مراعتول او ځینو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته نه‌لاسرسی پر موسمي ناروغیو د اخته‌کېدو لاملونه بولي.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیراحمد وویل: «زابل ولایتي روغتون کې په موسمي ناروغیو د اخته کسانو مراجعین زیات شوي. د موسمي ناروغیو پر بېلابېلو ډولونو اخته دي، لاملونه يې ګرمه هوا، ککړې اوبه، وچکالي، حفظ‌الصحې نه‌مراعتول او په خینو سیمو کې روغتیایې خدماتو ته نه لاسرسی دی.»

پر موسمي نارغیو د اخته ماشومانو مېندې وايي، ماشومان یې شدیده تبه لري چې له کبله یې، پر ورځو ورځو روغتون کې د خپلو ماشومانو بستر او درملنې ته اړ شوي دي. دوی له مسوولانو او روغتیاپالانو د یادو ناروغیو د کابو کولو غوښتنه کوي

نجیبه چې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یې، خپل ماشومان د زابل ولایتي روغتون کې بستر کړي، وايي: «نن شپه مې نهمه شپه ده چې ماشوم مې بستر کړي. کور کې نه ورسره پوهېدو، ډیرې شدیدې تبې يې لرلې، دوه-درې ځلې مو بیا د کلي ډاکټر ته وروستی، خو ګټه يې ونه‌کړه، له خوراکه ولوېد، بیا مو دلته بستر کړ.»

روغتیاپالان د موسمي ناروغیو زیاتېدو لامل د «روټا» په نوم ویروس په بولي چې ګرمه هوا کې تر ډېره کم‌عمره ماشومان تر برید لاندې راولي او وروسته د شدیدې تبې ترڅنګ، په ناسناستې او نورو موسمي ناروغیو اخته کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی د حفظ الصحې مراعتول او له ګرمې هوا او ککړو اوبو د ماشومانو ساتل په موسمي ناروغیو د اخته کېدو د مخنیوي تر ټولو غوره لار بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام