کندوز کې یوشمېر باغلرونکي وايي چې د تېر ژمي سړې هوا یې د انګورو تاکونه زیانمن کړي چې له کبله یې سږکال د انګورو حاصلات د پام وړ کم شوي دي.
د دغه ولایت یوه بڼوال غلامحیدر سلاموطندار ته ویلي چې د تېر ژمي سړې هوا له امله د انګورو باغلرونکي زیانمن شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې به يې له يو جريب ځمکې څخه تر ۱۰۰۰ منه انګور ټولول، خو سږکال يې د انګورو حاصلاتو کمښت له امله له یو جريب ځمکې څخه له ١٥٠ تر ٢٠٠ منه انګور راټول کړي دي.
نوموړي وویل: «سږکال د انګورو حاصلات لږ ول او انګور نشته، تېر کال له یوې پشتې ځمکې څخه ۲۰ مڼه انګور موږ تولول خو سږ کال ۵ تر ۷ مڼه انګور شوي، لامل یي دا دي چې تېر ژمي کې واوړه ډېر شوه او یخ ووهل، خرڅلاو يي هم ښه نه دی او خلک هم ډېر نه اخلي.»
په همدې حال کې د کندوز د کرنې چارو کارپوهان سلاموطندار ته وايي چې د انګورو حاصلاتو د کموالي له امله باغداران زیانمن شوي او د انګورو زیاتره تاکونه د زیاتې سړې هوا له امله وچ شوي دي.
په کندوز کې د کرنې کارپوه عبدالبصیر فقیري وايي، په دغه ولایت کې لسګونه هکتاره ځمکه د انګورو باغونو ته ځانګړې شوې چې هر ډول انګور ترې ترلاسه کېږي.
هغه وویل: «په تېرو کلونو کې دلته د باغدارۍ ملي پروژه فعاله ول ، دوی د انګورو بېلابېل ډولونه باغ لرونکو ته ورپېژندل او د هغوی نیالګۍ يې وېشل، د انګورو باغونه يې جوړ کړل، په تېره بيا د انګورو دوه باغونه، يو مميزو او يو حسيني چې دلته ډېر باغونه یي دي. د انګورو حاصلات کموالی لامل يي د سړې هوا وو ، ځکه چې د تېر کال د جدي په مياشت کې د تودوخې درجه منفي ٢٢ درجو ته رسېدلې وه، چې له امله يې تاکونه زیانمن او وچېدل چې ښه پايله يې نه درلوده.))
په همدې حال کې د کندوز د کرنې ریاست چارواکي سلاموطندار ته وايي چې د تېرکال په ژمي کې د سړې هوا له امله سږکال د انګورو حاصلات د تېر کالونو په پرتله ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې رياست د کرنې رييس صلاحالدين واحدي وايي چې سږکال شاوخوا ١٤٦٠ هکتاره ځمکه د انګورو تر کښت لاندې وه چې له دې ځمکې څخه څه باندې ١٠٥٦ مټريک ټنه انګور ترلاسه شوي او د تېرکال په پرتله پهکې ۹۰سلنه کموالی ښيي.
هغه وویل: «تېر کال د انګورو حاصلات څه باندې ۱۰۵۶۰ مټریک ټنه وو، چې د سږ کال په پرتله یې ۹۰ سلنه کموالی راغلی او لامل یې د تېر کال سړه هوا ده، چې د انګورو ډېری باغونه یې زیانمن کړي دي.
بلخوا باغلرونکي د کندوز د کرنې رياست له نه همکارۍ شکايت کوي او وايي چې د کرنې رياست بايد په داسې يوه حالت کې له دوی سره همکاري وکړي او تر ممکنه حده د دوی زيانونه جبران کړي.