د ننګرهار شينوارو ولسوالي کې پر یوه کور دوه ډرون بریدونه شوي چې ۴ ملکي وګړي په کې ټپي شوي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن (پنجشنبه، سنبله ۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شينوارو ولسوالي اړوند «۲۸مې ويالې» سيمه کې تېره شپه د شاهسوار په نوم د يو ملکي وګړي په کور دوه ډرون بریدونه شوي.
د دغو بریدونو له امله درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي، خو خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې بریدونه د چا لهخوا او د کومې موخې لپاره شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي مسوولانو ټپیان روغتون ته لېږدولي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د مالوماتو له مخې، د یادې کورنۍ چې هيڅ ډلې سره تړاو نهلري، پېښه کې يې د کور درې خونې هم ویجاړې شوي دي.
ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې تېره شپه کونړ او خوست ولایتونو کې هم د ملکیانو پر کورونو ډرون بریدونه شوي دي.