د هرات محلي چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دې ولایت نزدې ۲۰ میلیونه (۱۹,۹۷۱,۱۸۷) کیلوګرامه وچه مېوه تر شلو څخه ډېر هېوادونو ته صادره شوې ده.
دغو هېوادونو کې اتریش، بلجیم، کاناډا، هالېنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیه، هند، عربستان او یوشمېر نور شامل دي.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي چې د وچې مېوې د دې صادراتو ټول ارزښت ۵۷ میلیونه او ۷۰۳ زره او ۱۹۴ ډالرو ته رسېږي چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې صادر شوي محصولات بادام، پسته، وچه انځر، د زردالو کشته، بېلابېل ډول کشمش، الوبخارا، د پستې مغز، چهارمغز، ممپلي او پاخه شوي نخود پهکې شامل دي.
له دې سربېره له هرات د یوشمېر تولیدي کارخونو تولیدات له هېواده بهر په ځانګړې توګه د سیمې او اروپايي هېوادونو ته هم صادرېږي.