د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کې لسګونه بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند برخه کې روزنه ورکړل شوه.
بڼوالو ته دغه روزنه د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (UNDP) په مالي ملاتړ او د سولۍ بنسټ موسسې په تخنیکي همکاري ورکړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې روزنې هدف د بڼوالو ظرفیت لوړول او د کښتونو مدیریت کې د غوره لارو چارو وړاندې کول وو.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل سلاموطندار ته وویل چې په دې پروسه کې بڼوالو ته یوازې نظري درسونه نه، بلکې عملي روزنه هم ورکړل شوه.
په دې اړه، بڼوالو ته د بڼ جوړونې، ښاخ پرې کولو، د هرزه وښو مخنیوي، د حاصل راټولولو، د حاصلاتو ذخیره کولو، بستهبندۍ او مارکیټ ته د عرضه کولو په اړه معلومات ورکول شول.
نوموړي وویل: «په ځانګړې توګه، ۳۰ بڼوالو ته د انارو بڼ جوړونې په اړه روزنه ورکړل شوه، او ۱۰ نورو ته د انځرو په برخه کې د ناروغیو او آفتونو مخنیوي لپاره ځانګړې روزنه ترسره شوه.»
حقمل زیاتوي چې د دې روزنې په پایله کې بڼوال وکولای شي، په خپلو کښتونو کې د هرزه وښو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي چې په پایله کې به یې د کښتونو حاصلات زیات او ښه کیفیت لرونکي شي.
په ورته وخت کې، روزل شوي بڼوال د دې پروګرام څخه خوښ دي او د هرزه وښو د مخنیوي په برخه کې د نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.
یاده دې وي چې مخکې له دې هم دغه بڼوالو ته اړین بڼوالي وسایل لکه یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو کڅوړه او د انتقال لپاره ځانګړې جالي ورکړل شوې وې.