Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ نن سعودي عربستان ته په سفر روان شو

ټرمپ

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته لومړني رسمي سفر کې سعودي عربستان، قطر او  متحده عربي اماراتو ته تللی.

منځني ختیځ ته د ټرمپ دغه درې ورځنی سفر نن سه شنبه له سعودي عربستان څخه پیل او د پنجشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو کې پای ته رسیږي.

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلیجي هېوادونو ته خپل سفر «تاریخي» بللی دی.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د دغه سفر په ترڅ کې د سترو اقتصادي قراردادونو د لاسلیکولو په لټه کې دی، چې په هغو کې د امریکايي صنایعو کې د سعودي د یو ټریلیون ډالرو پانګونې جذبول او پر سعودي عربستان د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورل شاملیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی به د دغه سفر پر مهال د سعودي-امریکا د پانګونې په غونډه کې هم ګډون وکړي او د ریاض غیرنظامي اټومي پروګرام په اړه به خبرې وکړي.

ټرمپ به متحده عربي اماراتو کې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او د انرژۍ په برخو کې په دوه اړخیزو همکاریو تمرکز وکړي.

په قطر کې به چې د سیمې په کچه امریکا په کې تر ټولو ستره پوځي اډه لري، د دغه هېواد له امیر سره د پوځي همکاریو، سیمه ییز امنیت، په غزه کې د اوربند او پر سوریې د بندیزونو د کمولو پر امکاناتو خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام