د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پرمهال وویل، ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او سیمه کې د متحده ایالتونو اډو ته ګواښ پېښولی شي.
هغه وویل، د ایران حکومت اوس پر هغو توغندیو هم کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي.
خو هغه زیاته کړه چې ایران ته یې ویلي، د وسلو د تولید پروګرام په ځانګړي ډول د اټومي وسلو پروګرام بیا پیل نهکړي.
ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د خپلې کلنۍ وینا پرمهال د ۲۰۲۵ کال جون میاشت کې د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا شویو بریدونو ته په اشارې وویل: «د ولسمشر په توګه، هر ځای چې کولی شم سوله راولم. خو هر ځای چې اړتیا وي د امریکا پر ضد له ګواښونو سره د مقابلې څخه ډډه نه کوم.»
د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل چې داسې ښکاري ایران د تېرو دوو میاشتو پرمهال د اعتراضونو په لړ کې لږ تر لږه ۳۲ زره معترضان وژلي.
د نوموړي په وینا، د ایران حکومت پر اعتراضکوونکو ډزې کړي او ځینې هغوی یې په دار ځړولي دي.