غزني کې یوشمېر امېندواره مېرمنې سلاموطندار ته وايي چې د زړه پر ناروغۍ اخته شوي دي.
دوی زیاتوي چې د زړه ناروغۍ لامل شوې چې د ژر ستړیا او د ساه لنډۍ پر دردونو اخته شي او د جنین سقط په اړه یې، دوی ته اندېښنې هم پیدا کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سمیه چې د زړه پر ناروغي اخته ده، وویل: «اوومه میاشت مې ده، پېښې مې پړسېدلې، نفس مې بندېږي په تکلیف یم. تېرکال مې یوه خور چې امېندواره وه، د زړه تکلیف یې و، ماشوم یې سقط شو. یوه میاشت مخکې راغلم او درمل مې واخیستل، درمل مې خلاص شوي، لږ ښه یم او بیا راغلې یم چې چک یې کړ.»
صادقه، یوه بله امیندواره ښځه چې د زړه ناروغي لري، هم وايي: «ما مخکې د وینې لوړ فشار درلود، وزن مې ډېر و، اوس ساه لنډي لرم،، زه ژر ستړې کېږم او زما زړه درد کوي. زه د معاینې لپاره ډاکټر ته لاړم، او هغه وویل چې زه د زړه ناروغي لرم. ما مخکې دا ستونزه نه درلوده، زه اندېښمنه یم، ما درمل اخیستي دي.
نازنین چې د کورنۍ یو غړی یې، د زړه ناروغي لري، وايي: «زما د اوښي عمر ډېر دی، د زړه ناروغي لري او ساه لنډي لري. اوس د هغه له واده وروسته، هغه په کور کې یوه کوچنۍ لور شوې او لور یې هم د زړه ناروغي لري. کله چې ګرځي نو ساه لنډېږي.»
غزني کې ډاکټران وايي چې د زړه پر ناروغۍ د اخته امېندواره مېرمنو کچه لوړه ده او د زړه یوولس ناروغي د امېندوارۍ پرمهال مېرمنې ګواښي.
د نسايی-ولادي برخه کې ډاکټر عاطف نوري وویل: «له بده مرغه، د زړه ډېرې ناروغۍ شته چې د امیندوارۍ په جریان کې ښځې اغېزمنولی شي. د زړه ناروغۍ ۱۱ ډولونه شتون لري چې له امله یې، د زړه بېنظمۍ رامنځته کېږي. د وینې لوړ فشار رامنځته کېدای شي، د میټرال تنګوالی، د امیندوارۍ په جریان کې رامنځته کېدای شي. د عروق کرونري ناروغي چې د وینې رسولو لامل کېږي، رامنځته کېږي او همداراز ارثي د زړه ناروغي هم د امېندوارۍ پرمهال رامنځته کېږي. د زړه سکته دا یوولس ډوله ناروغي دي.»
دغه ډاکټر زیاتوي چې امېندواره مېرمنو کې د زړه ناروغي جنین کې د وینې رسونې له امله رامنځته کېږي. «لامل یې دا دی چې امېندواره مېرمنې دا دنده لري چې جنین هم د امېندوارۍ پرمهال تغذیه کړي او د جنین وینې رسونې دنده هم لري او دا لامل کېږي چې د مور بدن کې اغېزې پیدا شي، ځکه د وینې پمپولو کچه لوړه شي او د زړه اندازه هم ورسره لویېږي.»
د یادونې وړ ده چې هېواد کې د روغتیايي خدمتونو ټیتې کچې او کمزوری اقتصاد لامل شوی چې امېندواره مېرمنې د امیندوارۍ پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي او له روغتیايي مشورو هم محرومې وي.