د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سهشنبه د سلواغې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د برښنايي پېژندپاڼې د لا اعتبار په موخه یې د برښنايي پېژندپاڼې د کارټ پر مخ د ولسوالي نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړي دي.
یادې ادارې لیکلي چې دغه کار یې د شخص د ځانګړنو او ادرس موندنې او همداراز د نوموړي د ظاهري بڼې د بدلون او بایومټریک معلوماتو د تازه کېدو لپاره کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي: «د الکترونیکي تذکرې پرمخ د ولسوالي نوم د شخص د ځانګړنو او کره ادرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي.»
د الکترونیکي تذکرې پرمخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټې اضافه کېدل
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرې د لا اعتبار په موخه د دې تذکرې د کارټ پرمخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړل.
بشپړ راپور په لاندې لینک کې وګورئ:https://t.co/gNDZ3ZlWg3 pic.twitter.com/uDumhYPWua
— د احصایې او معلوماتو ملي اداره- NSIA (@NSIAGOVAFG) January 31, 2023
په ورته مهال د احصایې او معلوماتو ادارې لیکلي چې هر لس کاله وروسته شخص کولای شي خپل د بایومټریک معلومات نوي کړي او خپل د خوښ تصویر پر برښنايي پېژندپاڼې ولګوي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې برښنايي پېژندپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت نوم لرې او پر خای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوم اضافه شوی و.