Asset 1SWN

جوزجان کې د برښنايي پېژندپاڼو وېش؛ تېرکال نږدې ۲۷میلیونه افغانۍ ټولې شوي

تذکره-الکترونیکی

د جوزجان د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولان وايي چې تېر کال یې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۲۷ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د مسوولانو په وینا، تېر ۱۴۰۱ کال کې یې دغه ولایت کې د نږدې ۵۰زره الکترونیکي او شاوخوا ۱۹۵زره کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه یې ۲۶میلیونه او ۹۱۰زره افغانۍ عواید ټول کړي او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د احصایې او معلوماتو رییس عزیزالله عزام ویلي، په ورځنۍ کچه د برښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو ته نږدې ۵۰۰ غوښتونکي مراجعه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د تېر ۱۴۰۱ کال پر مهال د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست نږدې ۲۰۰۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاح او نږدې ۶۰۰۰ کسانو ته د «زېږېدنې، مړینې، ودونو او طلاق» د ثبت خدمتونه وړاندې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په دغه ولایت کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش دوه څانګې فعالې دي چې خلکو ته د پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام