Asset 1SWN

زابل کې یو «کیلي موټرو» ته د اسنادو وېش پیل شو

878

د زابل د ټرافیک مدیریت له لوري دغه ولایت کې یو «کیلي» یا ښي لاسو موټرو ته د موقت جوازسیر او نمبرپلېټ د وېش لړۍ پیل شوه.

د زابل د ټرافیک پولیسو مدیر عصمت‌الله عبید وايي چې دغه ولایت کې یې د یوکیلي یا ښي‌ لاسو موټرو د ثبت بهیر پر مهال ۶۵۰۰ موټر ثبت کړي وو چې په وینا یې، اوس ورته درې کلن اسناد ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال عبید زیاته کړه چې دغه موټر د یاد ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري لومړی ثبت او وروسته یې موټرچلوونکي بایومټریک شوي دي.

د زابل د ټرافیک پولیسو مدیر عصمت‌الله عبید د یاد ولایت د یوکیلي موټرو، چلوونکو څخه چې مخکې یې سټېکر ترلاسه کړی، غوښتنه وکړه چې خپلو موټرو ته اسناد واخلي.

د نوموړي په وینا، د دې اسنادو ترلاسه کولو وروسته موټرچلوونکي کولای شي چې د هېواد هر ولایت او سیمې ته په قانوني توګه تګ‌راتګ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې لاهم د هېواد په ډېری ولایتونو او ښارونو کې ښي‌لاسي یا یوکیلي موټر تګ‌راتګ کوي چې د مسوولانو په وینا، ډېری ټرافیکي پېښې هم د همدې موټرو د موټرچلوونکو له لوري رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام