د ا.ا واکمنېدو راهیسې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د یوشمېر قومونو او کورنیو ترمنځ نښتې شوي چې تر ډېره هم دغه شخړې د ځمکو پر سر دي.
یوه له دغو شخړو څخه هم د تخار د خواجهبهاوالدین ولسوالي «مهاجرقشلاق» سیمه کې د اوسېدو کورونو او ځمکو پر سر قومي شخړه ده. دغه شخړه وروسته له هغې پیل شوه چې تېر کال پاکستان څخه بېرته راګرځېدلو کډوالو ادعا وکړه چې ځمکې یې غصب شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دغو جنجالونو وروسته اسلامي امارت دغې موضوع ته د رسېدنې لپاره یو پلاوی تخار ته واستوه او پلاوي هم له څېړنو وروسته پاکستان څخه د راغلو کډوالو په ګټه پرېکړه وکړه.
یاد پلاوي د تېر ۱۴۰۱ کال لړم میاشت کې وویل، هغو کورنیو ته چې په اجباري ډول اېستل شوي، د خواجهبهاوالدین ولسوالي یوه مشخصه سیمه کې ورته ځمکې ورکول کېږي.
خو همدغه کورنۍ د اسلامي امارت له لوري د عدالت نه تامینېدو څخه شکایت کوي او وايي، تراوسه په بشپړ ډول دغه ځمکې نه دي ورکړل شوي.
تخار کې د هغو کورنیو یو غړی چې په زوره کډه کولو ته اړ شوی وايي، کومې کورنۍ چې د اسلامي امارت د پرېکړې پر بنسټ په زوره کډه کولو ته اړ شوي، بد وضعیت کې ژوند کوي.
دی چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي: «د اسلامي امارت له حکومته مو غوښتنه روښانه ده، د فرمان پر اساس باید عمل وکړي. محلي چارواکي خلکو ته مزاحمت کوي چې دې ورځو کې یې ستونزې جوړې کړي، دوی د خلکو مخه نیولې، څو ځانته سرپناه جوړه کړي، باید فرمان عملي شي او خلکو ته رسېدنه وشي.»
تېر کال فاریاب ولایت کې هم د ځمکو او څړځایونو پر سر څلور ځلې شخړې شوي.
د تېرکال د دلوې میاشت کې د دغه ولایت د خواجهناموسي ولسوالي یوې ډلې اوسېدونکو د فاریاب ولایت مقام مخې ته د اعتراض پرمهال ادعا وکړه چې کوچیانو یې نیکونو څخه په میراث ورپاتې څړځایونه غصب کړي دي.
له دغه اعتراض یوه نیمه میاشت وروسته، د فاریاب ځايي ادارې د هغوی عدالت غوښتنې ته رسېدنه نهده شوې او دغه موضوع د دوو قومونو ترمنځ د نښتو لامل شوه چې پایله کې یې ۵ کسان ټپیان شول.
د سږکال وري میاشت کې هم فاریاب کې دو بېلابېلو مواردو کې د دوو خواوو ترمنځ شخړه وشوه.
لومړۍ نښته کې چې دولتاباد ولسوالي کې د دوو ترهزامنو ترمنځ وشوه، ۳ کسان ووژل شول او دویمه پېښه کې همدغه ولسوالي کې وسلهوالو کوچیانو د څړځایونو پر سر د دعوې پرمهال د سیمې ۸ اوسېدونکي ټپیان کړل.
په ورته مهال سرپُل کې هم د ځمکو او د اوسېدو کورونو پر سر نښتې شوي چې یو موارد یې هم د دغه ولایت د مرکز «سیداباد» سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه ده. بله پېښه د تېرکال کب میاشت کې د سرپُل البدر ولسوالي کې وشوه.
د اسلامي امارت د پرېکړې پر بنسټ، یادې سیمې څخه نږدې ۸۰هزاره کورنۍ په زوره کډه کولو ته اړ اېستل شوې او پر ځای یې کوچیان ځای پر ځای شول.
دغې پېښې هم نارضایتۍ او شکایتونه راپورته کړل. د تېر کال لیندۍ میاشت کې سرپُل کې د اتو کلیو اوسېدونکو د «قومي ستم» په شعار سره د اجباري کډه کولو پر وړاندې اعتراض وکړ.
د سرپُل اوسېدونکې ګلنار چې شپږ میاشتې وړاندې یې د اسلامي امارت له پرېکړې وروسته خپلې ځمکې له لاسه ورکړي سلاموطندار ته وايي: ««موږ پنځه جریبه ځمکه درلوده چې تېرو پنځلسو کلونو راهیسې مو په کې ژوند کاوه، خو موږ یې کډه کولو ته مجبوره کړو. د اسلامي امارت مسوولانو ته مراجعه کوو، خو څوک مو غږ نه اوري. مونږ د عدالت غوښتونکي یو.»
په همدې ترتیب د تېرو شلو میاشتو پرمهال دایکندي، کندهار او بادغیس ولایتونو کې هم د ځمکو پر سر شخړې یوشمېر کورنۍ په زوره کډه کولو ته مجبوره شوي دي.
د ۱۴۰۰م کال سنبلې میاشت کې د کندهار ځینو اوسېدونکو د دغه ولایت «فرقې» سیمې څخه د شاوخوا ۳ زره کورنیو اجباري کډه کولو په اعتراض کې لاریون وکړ.
د تېرکال حوت میاشت کې د بادغیس غورماچ ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه وشوه چې دوه تنه په کې ووژل شول او دوه ټپیان شول.
د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، دایکندي ولایت څخه هم د ځمکو پر سر شخړو او اجباري کډه کولو څخه رپوټونه ورکړل شوي. دې ټولو سربېره، د اسلامي امارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د ځمکو او کورونو پر سر قومي شخړې په عادلانه توګه حلوفصل کوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند حمدالله فطرت وویل، دغه وزارت د تېر یوه کال په ترڅ کې د ټول هېواد په سطحه د قومونو ترمنځ د شخړو ۳۱ مواردو ته رسېدنه کړې.
نوموړي وویل: «یوازې تېر کال مو ۳۱ سترې قومي شخړې حل کړي او همداراز مو ۵۰ کوچنۍ قضیې مو د محلي مسوولانو لهخوا حل شوي دي.»
د یادونې وړ ده چې د ځمکو پر سر د نښتو ډېری مواردو کې د دعوې یوه خوا هغه کوچیان دي چې په موقت ډول بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.