Asset 1SWN

د پکتیا مرستیال والي: نظامیان دې خلکو سره ښه چلند وکړي

fa10823e-8be4-4fe5-948a-b94195c7889e

د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح‌الدين په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د درېیم کال نمانځ‌غونډه کې له نظامیانو غوښتنه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

یاده نمانځ‌غونډه چې د مرکز ګردېز ښار په فوټبال لوبغالي کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت چارواکو، دیني عالمانو او خلکو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

يادو مراسمو ته پکتيا مرستيال والي همداراز وويل چې اوسنی حکومت په ډېرو قربانيو رامنځته شوی او په وینا یې، د ساتنې لپاره يې، بايد حکومتي مسوولان او خلک سره لاسونه یو کړي.

بل‌خوا د پکتیا څنګ لوري ولایت پکتیکا کې هم دغه ورځ په ځانګړو مراسمو سره نمانځل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د زمري ۲۴مه د ولايتي مسوولانو، ديني عالمانو، محصلينو او عامو خلکو له‌خوا نمانځل شوې ده.

غونډې ته د پکتيکا  والي عبدالخالق عابد ويلي، له تېرو څو لسیزو راهیسې پر افغان ولس ډېرې سختۍ تېرې شوي او د دې وخت دی چې د ولس ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي.

خبرپانه کې زياته شوې چې يادو مراسمو کې مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وويل، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې افغانان د بهرنيانو د دسیسو له لاسه تورتم کې وو.

خبرپاڼه کې د هغه له قوله زياته‌ شوې‌ چې اوسنی حکومت راتګ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړل شوې او د ساتنې لپاره يې بايد زياتې هلې‌ځلې وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي همداراز وویل چې مسوولان بايد ولس ته د خدمت په موخه مثبت ګامونه پورته کړي، څو ولس غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام