د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو کې نیمهبشپړې ځان بسیاینې ته رسېدلی.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (شنبه، سرطان ۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دامهال ټول هېواد کې ۶۰۰۰ صنعتي فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي چې ۱۳۵ زره کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې فابریکې د اوړو، مالګې، غوړیو، درملو، اوسپنې، سمنټ، فولادو او نورو محصولاتو په څېر ۵۷۰ ډوله توکي تولیدوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، اسلامي امارت له صنعتکارانو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې اسلامي امارت هېواد کې صنعت کارانو ته د ځمکو وېشلو، د فابریکو د مصرفي توکو د قاچاق مخنیوي، صنعتکارانو ته د اړتیا وړ خام موادو برابرولو، په واردېدونکو توکو د تعرفې لګولو او د صنعت پیاوړتیا په موخه د نندارتونونو جوړولو په برخو کې صنعتي فابریکو ته اسانتیاووې رامنځ ته کړي دي.