Asset 1SWN

لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: ادارې دې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي

IMG_5998

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم وايي، د دغه ولایت ټولې دولتي ادارې مسوولیت لري چې رسنیو او خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس دغه څرګندونې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د حکومت او رسنیو ترمنځ جوړ شوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، د رسنیو او خبریالانو معلوماتو ته د ښه لاسرسي په موخه ټولو دولتي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي او هڅه روانه ده چې د دولتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ کړي، څو رسنۍ او خبریالان معلوماتو ته ښه لاسرسی پيدا کړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، «د ا.ا حکومت له راتګ سره سم په لوګر ولایت کې د خبریالانو او رسنیو ستونزې کمې شوې دي او هڅه پيل شوې چې په دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو مالوماتو ته د غوره لاسرسي، همغږۍ او محلي رسنیو اقتصادي  ودې لپاره مثبت ګامونه واخلي.»

لوګر  کې د زینت راډیو مسوول نورالله ستانکزي وویل، د پخوا په پرتله د محلي رسنیو ستونزې راکمې شوې، خو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته په‌کار ده چې د محلي رسنیو د اقتصادي ودې لپاره دولتي ادارې وهڅوي، څو خصوصي راډیوګانو ته اعلانات او خپرونې ورکړي.

بل‌خوا دغه ولایت کې دا مهال راډیو  نشراتو مدیر سردار ولي بهیج وویل، لاهم یوشمېر ملکي او نظامي ادارې شته چې رسنیو او خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري نه‌کوي.

نوموړی د ولایت مقام او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه غواړي چې ټولې ادارې دې ته وهڅوي، څو رسنیو او خبریالانو سره د پېښو پرمهال خپل معلومات شریک کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی چې د یوې دولتي راډيو په ګډون پنځه خصوصي راډيوګانې، یوه چاپيزه او یوه انلاین رسنۍ او ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په‌کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام