Asset 1SWN

د انقلاب اعلان؛ ګنډاپور: که چا یو ډز وکړ، لس ډزه پرې کوو

Chief_Minister_Ali_Amin_Gandapur

د پاکستان د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر امین ګنډاپور وايي، که پر دوی چا یو ډز وکړ، دوی به پرې لس ډزه وکړي.

نوموړي پر خپله‌ فېسبوک‌پاڼه یوې ویډیو کې د انقلاب اعلان کړی او په وینا یې، له انقلاب پرته بله لاره نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې چې غوښتل یې، په راولپېنډۍ کې لاریون وکړي. د تحریک انصاف ګوند پلویانو دغلته د یاد ګوند د مشر عمران‌خان د خوشې کولو لپاره لاریون او اعتراض اعلان کړی و.

د پنجاب حکومت دغه لاریون ته د امنیتي اندېښنو له امله اجازه نه‌وه ورکړې.

ګنډاپور همداراز دې ویډیو کې وايي چې پر ده او د ده پر پلویانو پنجاب کې ډزې شوي او ځینې لاریون‌کوونکي ټپیان شوې هم دي.

هغه ویلي: «نن داسې وخت راغلی چې پر موږ ډزې کېږي، زمونږ دوه کارکنان ژوبل شوي، پنجاب ته د داخلېدو سره سم پر موږ ډزې شوي او ګرنېډونه راباندې غورځول شوي دي.»

هغه په دې ویډیو کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «له نن نه وروسته که چا ډزې وکړې، په هغه به ډز کولی شي، که چا پرې يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزې کوي او د هر څيز جواب به يو پر لس ورکوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان مرکزي حکومت یوشمېر چارواکو بیا د نوموړي دغه څرګندونې پارونکي بللي او په وینا یې، دا د هغه د کمزوري ښکارندوینه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام