Asset 1SWN

د ایران د ولسمشر مړینه؛ حسن اخند: افغانان د زړه له تله غمجن دي

F1NnnMhaAAAR7sT_0

د افغانستان سرپرست حکومت رییس‌الوزرا محمدحسن اخند د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د ریاست‌الوزرا له لوري په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼه کې د محمدحسن اخند له‌ قوله ویل شوي چې افغانان د یادې پېښې له امله د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپرپاڼه کې راغلي: «موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. په دې سختو شرائطو کې له ایراني ولس سره ولاړ یو او د پيښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د اذربایجان ولایت والي، مالک رحمني، د تبریز د جمعې امام سیدمحمد علي‌ال‌هاشم، د ولسمشر د ساتونکې ډلې قومندان سردار سیدمهدي موسوي او د چورلکې خدمه په یاده پېښه کې مړه شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام