د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي چې د ۲۰۲۴کال پرمهال په نړۍ کې د ریکارډ کچې خبریالان وژل شوي چې د ډېرو مسوولیت د اسراییلو پر غاړه دی.
د دغه بنسټ په کلني راپور کې ویل شوي چې تېرکال په ۱۸ هېوادونو کې ۱۲۴ خبریالان وژل شوي چې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له جوړېدو راهیسې خبریالانو ته تر ټولو مرګونی کال بلل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې وړاندې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال ۲۰۰۷کال و چې شاوخوا ۱۱۳ خبریالانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. ډېری وژل شوي خبریالان په عراق کې وو.
د خبریالانو خوندیتوب کمېتې مشر جوډي ګېنسبېرګ له قوله په راپور کې ویل شوي: «په غزه کې جګړه پر خبریالانو د اغېز له پلوه بېساري ده او د جګړو په سیمو کې د خبریالانو د ساتنې په اړه په نړیوالو نورمونو کې لوی خرابوالی ښیي، خو دا یوازینی ځای نه دی چې خبریالان په خطر کې دي.»
د یادې کمېټې په راپور کې همداراز ویل شوي چې تېرکال د غزې په جګړه کې د اسراییلو له لوري ۸۵ خبریالان وژل شوي چې ۸۲ یې، فلسطینیان دي.
په راپور کې پر اسراییلو تور پورې شوی چې د ډېری وژل شویو خبریالانو په اړه د څېړنو مخه نیسي او د خبریالانو د وژنې پړه پر خبریالانو وراچوي.
سوډان او پاکستان بیا هغه دوه هېوادونه یاد شوي چې دواړو هېوادونو کې تېرکال شپږ-شپږ خبریالان وژل شوي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې لږترلږه ۲۴ خبریالان په قصدي ډول د دوی د کار له امله وژل شوي چې دا یې «د هدفي وژنو په شمېر کې د اندېښنې وړزیاتوالی» بللی دی.
سيپيجي وويل چې لس خبريالان په غزه او لبنان کې د اسراییلي پوځ له لوري «وژل شوي»؛ په داسې حال کې چې ۱۴ نور خبريالان په هايټي، مکسيکو، پاکستان، ميانمار، موزمبیک، هند، عراق او سوډان کې وژل شوي دي.
تېرکال ۴۳ ازاد خبریالان «فريلانس جورنالستز» هم وژل شوي چې یوازې ۳۱ یې، په فلسطین کې دي.