مراکش کې د شوې زلزلې یوه ورځ وروسته دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۱۲ او د ټپیانو هم ۲۰۵۹ کسانو ته لوړ شوی دی.
د مراکش روغتیايي چارواکو همداراز د ۱۴۰۴ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
دغه زلزله مراکش کې تر ټولو مرګونې زلزله بلل شوې چې له مرګژوبلې سربېره یې ګڼشمېر کلي، ودانۍ او ښارونو ته هم زیانونه اړولی دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ژغورونکې او مرستندویه ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي او تر خاورو او ډبرو لاندې د ژوندي پاتیو کسانو پر عملیاتو بوخت دي.
د مراکش حکومتي چارواکو ویلي چې لاهم ګڼشمېر خلک تر خاورو لاندې ژوندي دي او د رااېستلو لپاره یې هڅې کوي. دوی اندېښنه ښودلې چې ښايي د مرګژوبلې شمېر له دې هم زیات شي.
په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان هم په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د جمعې شپې په شوې زلزله کې شاوخوا ۳۰۰زره کسان اغېزمن شوي دي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶،۸ په اندازه وه او مرکز یې د دغه هېواد د الحوز ښار و. د مراکش الحوز ښار چې د نورو ښارونو په پرتله ډېر ځپل شوی، تراوسه دغه ښار کې د ۱۲۹۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د راپورونو له مخې دغه زلزله په مراکش کې په تېرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.