پر سپینبولدک ـ چمن لار د بېویزې تګراتګ بندېدو پر ضد ملتپالو ګوندونو او پرلتکوونکو یو ځل بیا پراخ لاریونونه پیل کړي دي.
پرلتکوونکي وايي، پر دغه لاره د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت شرط، د ولسي خلکو او سوداګرو لپاره ګڼې ستونزې پیدا کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د سپینبولدک ـ چمن پر لار تلوونکو کسانو ته دې له ویزې او پاسپورټ پرته د تګراتګ اجازه ورکړل شي.
د هغوی په وینا، که غوښتنې یې ونهمنل شي، لاریونونه به نور هم پراخ کړي. د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي: «دغه جرګې زموږ د نيکونو مېراث دی. دغه لار زموږ لار ده او ارمي چيف چې کومه فېصله کړې، ناسمه ده، ځکه د ملا او ملک په لاسليک.»
یوه بل اعتراضکوونکي محمدولي وویل: «موږ له زندان او مرګ نه نه بيريږو، موږ به د دې غريب او بېوزله خلکو حق غواړو او په دې برخه کې هرراز قربانۍ ته حاضر يوو، څو تذکره او شناخته کار تګ راتګ وکړو.»
همداراز اعتراضکوونکي ولي محمد هم وویل، که د دوی غوښتنو ته پام ونهشي، د پاکستان د دولتي ادارو مخته به نور جدي اقدامات وکړي. «زموږ هر کور چمن کې شل دېرش لکه زيان ليدلی، زموږ ناوياني د چمن-سپين بولدک پر دروازه بېعزته شوې، دلته د عزت سوال دی او موږ به د خپلي دې بې عزتۍ غچ هرومرو اخلوو.»
پاکستان شاوخوا کال وړاندې د امنیتي دلایلو له امله په چمن ـ سپینبولدک لار د پاسپورټ او ویزې شرط جبري کړ، خو ځايي خلک او سوداګر دا پرېکړه ناعادلانه بولي.
تراوسه د پاکستان حکومت د دغو تازه لاریونونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تمه ده چې دا اعتراضونه به د دواړو خواوو ترمنځ نوي بحث ته زمینه برابره کړي.