د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز وايي، سږ کال دغه ولایت کې په شاوخوا ۶۹ هکتاره ځمکه د املوکو باغونه جوړ شوي چې نږدې ۳۱۲ ټنه حاصل یې ورکړی.
هغه وویل، د املوکو سږنی حاصل د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د املوکو لپاره مناسب اقلیمي شرایط، د باغونو ښه مدیریت او بزګرانو ته د بڼوالي په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه لامل شوي چې د املوکو حاصلات ډېر شي.
د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز زياتوي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هڅه کوي، د راتلونکي کال لپاره د املوکو باغونو د ترويج او ساتنې په برخه کې بزګرانو ته لا ډېرې اسانتیاوې او روزنیز پروګرامونه برابر کړي، څو د یادې مېوې تولید او کیفیت نور هم لوړ شي.