Asset 1SWN

لوګر کې د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالي پای ته ورسېدې

776c12fd-66cb-4034-99eb-9fe5624f67f8

د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې د ولایت په کچه د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر د نمانځلو په مناسبت لس اوریزې سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د کرېکټ امریت امر حشمت‌الله ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د لوګر کرېکټ امریت له لوري د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وي چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه: «د یادو سیالیو پای لوبې ته د پل کندهاري او ناصرو کرکټ لوبډلو لاره موندلې وه چې ناصرو لوبډلې خپلې سیالۍ لوبډلې ته په لس اورونو کې ۱۶۴ منډې هدف وټاکه او پل کندهاري لوبډلې ونشو کړای چې ټاکل شوې منډې پوره کړي او لوبه یې د ۵۲ منډو په توپیر وبایلله.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ستانکزی وايي، د یادو سیالیو د جوړېدو موخه لوګر کې کرېکټ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د کرېکټ غوره لوبغاړو پېژندل وو.

هېره دي نه وي چې د کوچني اختر د نمانځلو په مناسبت د لوګر په خروار ولسوالي کې هم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالي جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام