Asset 1SWN

قرارداد په اړه نه‌پوهاوی؛ ښځینه کارکوونکې: د څو کسانو کار کوو

ښځینه کارکوونکې

یوشمېر ښځینه کارکوونکې وايي چې د کاري تړون اړوند حقوقو په تړاو کافي پوهاوی نه‌لري او دا چاره، کاري چاپېریال کې د دوی پر وړاندې د تبعیض، نابرابري او زیان لامل شوې ده.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له یوشمېر ښځینه کارکوونکو سره چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، مرکې کړي او موندل شوې چې ډېری مېرمنو ته د دندې ورکولو پرمهال د کاري تړون یا قرارداد په تړاو په سمه توګه پوهاوی او روښانتیا نه‌ورکول کېږي.

کابل کې د یوه خبري اژانس کارکوونکو مهسا موسوي وايي: «په کاري قرارداد کې مې خاصو حقوقو ته اشاره نه‌ده شوې او سطحي اطلاعات دي او د قرارداد په اړه ډېر معلومات نه‌‌لرم.»

د کار مساوات، مناسب معاش، د زېږون رخصتي او د تبعیض او ځورونې پر وړاندې ملاتړ، هغه ګټې دي چې د شبانه مایار د کار په قرارداد کې نه دي یاد شوي: «موږ د خپلو معاشونو په اړه نه‌پوهېدو. وروسته له هغه چې موږ خپل کار پای ته ورساوه، د څو کسانو کار یې راباندې کاوه او معاشونه د جنسیت پر بنسټ توپیر درلود. نارینه‌وو له موږ څخه ډېر عاید درلود. همدارنګه، د رخصتیو له پلوه، موږ هېڅ رخصتي نه درلوده.»

په ورته مهال یوشمېر مېرمنې له کاري قرارداد څخه د پوهاوي سربېره، کار ځای کې د تبعیض او جنسیتي نابرابري تجربه کړي دي. د کابل په یوه خصوصي کلینیک کې د غاښونو ډاکټره نیلوفر ایوبي وايي: «د قرارداد او معاش په اړه مې پوهېږم، خو جنسیتي تبعیض برخه کې مې توپیرونه لیدلي دي.»

له حقوقي پلوه، د افغانستان د کار قانون چې په ۱۳۸۵کال کې تصویب شوی، په کارځای کې د ښځو حقونه په شمول د مساوي کاري فرصتونو، عادلانه معاش، خوندي او صحي چاپیریال، ټاکل شوي کاري ساعتونه، او د ځورونې منع کول، تضمینوي.

مدافع وکیله ایمن بسمل وايي: «له حقونو د سرغړونې په صورت کې، قانوني حل لارې شتون لري، لکه د کار څانګې سره شکایت ثبتول، د بشري حقونو کمیسیون او قضایي محکمو ته راجع کول. له بده مرغه، د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته، د ښځو حقونو ته ډېره پاملرنه نه‌ده شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښځو حقونو فعالانې هم له کاري حقوقو د مېرمنو د نه‌پوهاوي په اړه د اندېښنو په څرګندونو سره وايي چې د پوهاوي نشتوالی به مېرمنې د تبعیض او کاري نابرابري برخه کې اغېزمنې کړي.

د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «ډېری کارمندانې د خپلو حقونو او د کار مقرراتو سره بلدې نه‌دي او د تبعیض او فشار پر وړاندې غلي پاتې کېږي. د پوهاوي دا نشتوالی په کارځای کې د دوی د حقونو د رعایت مخه نیسي.»

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې دولتي او خصوصي ادارو کې قوانین او کاري مقررات شتون لري.

هغه وویل: «په عامه او خصوصي سکتورونو کې د کار لپاره قانوني مقررات شتون لري. اوس اسلامي امارت د ښځینه کارمندانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي، په شمول د دوی لپاره جلا ځایونه ځانګړي کول، څو دوی په کارځای کې په خوندیتوب او ارامښت سره کار وکړي.»

کارپوهان په دې باور دي چې قوانین به یوازې هغه وخت اغېزمن وي چې د زده‌کړې او معلوماتو ته د ریښتینې لاسرسي سره مل وي.

تر هغه چې ښځې خپلو قراردادونو کې شامل شوي حقونو او د جبران لپاره د لارو چارو څخه خبرتیا ونه‌لري، په عمل کې به د کاري عدالت او مساواتو ترلاسه کول ستونزمن وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام