له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د مخکیني حکومت پر یوشمېر چارواکو د خوندیتوب کارټونه وېشلې دي.
ارګ پر خپله اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې یاد کمېسیون د خوندیتوب دغه کارټونه د مخکیني حکومت پوځي او ملکي چارواکو ته ورکړې دي.
ارګ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له قوله لیکلي چې تراوسه له بهر او په کور دننه د مخکیني حکومت شاوخوا ۱۰۰۰ چارواکو ته د خوندیتوب کارټونه ورکړل شوې دي.
ارګ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر له قوله لیکلي چې سرپرست حکومت د ټولو افغانانو د حقونو مسوولیت لري او په وینا یې، د ټولبښنې فرمان څخه به څارنه کوي.
ارګ لیکلي: «یادو کسانو د ا.ا له نېک چلن او د مصؤنیت کارتونو له ورکړې مننه وکړه او په بهر کې له مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي. تر دې مهاله له بهره راغلو او په کور دننه نېږدې زرو کسانو ته د مصؤنیت کارتونه وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.»
د تېرې ادارې یو شمېر چارواکو ته د مصؤنیت کارتونو د وېش پر دوام نن له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون لخوا څو تنو پخوانیو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
د یاد کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر وویل، د اسلامي امارت لخوا شوې عفوه تشریفاتي نه؛ … pic.twitter.com/MHhzr9wRWZ— ارگ – ARG (@ARG_1880) November 11, 2023
د نوموړي په وینا، دغه کارټونه یې یادو کسانو باندې له دې امله وېشلي، څو په ډاډ زړه هېواد کې ژوند وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال یوشمېر هغه چارواکي چې دغه کارټونه یې ترلاسه کړل، بهر کې له مېشتو چارواکو غوښتنه وکړه، څو هېواد ته راستانه شي.