د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د ملګروملتونو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختیا موسسې (UNOPS) په تخنیکي همکاري د شاوخوا ۱۰۰میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنیزې پروژې عملې کېږي.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل، دغه پروژې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملګروملتونو له لوري پلې او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي.
نایبخېل زیاته کړه چې په یادو پروژو کې د څښاک پاک اوبو رسولو شبکې، کانالونه، کاریزونه، سړکونه، چکډېمونه او استنادي دیوالونه په پاخه او اساسي توګه جوړول او رغول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې له یادو ۱۲۰ پروژو څخه یې په ۲۰ رغنیزو پروژو عملي کار پيل شوی چې شاوخوا ۱۱۰۰ وزګارو مسلکي او غیرې مسلکي کسانو ته پهکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ۱۰۰ نورو پروژو سروې پیل شوي او ژر به یې د پليکېدو چارې پيل شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د لوګر د خوښۍ ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ملګروملتونو د نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختیا موسسې ( (UNOPSپه تخنیکي همکاري د شاوخوا سل میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنیزې پروژې عملي کېږي.