د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند رباط سیمه کې د سرپرست حکومت او قطر له لوري د دوو ښارګوټونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ريسالوزرا اداري مرستيال او د کډوالو د عالي کمېسون مشر مولوي عبدالسلام حنفي نن «سهشنبه، غويي ۱۶» په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل وويل، سرپرست حکومت ټولو راستنو شويو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړي او د اوسېدو لنډمهالي کمپونه يې ورته جوړ کړي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې ځينو ګاونډيو هېوادونو د ټولو اصولو خلاف افغان کډوال په زور او جبر توګه له هغو هېوادونو افغانستان ته ستانه کړي دي.
په يادو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو سرپرست حمدالله نعماني هم په ټينګار سره وويل چې پاکستان او ايران د ټولو نړيوالو اصولو خلاف په جبري ډول افغان کډوال له خپلو هېوادونو راوباسي. د هغه په وينا، هرې کورنۍ ته د هغې د هر غړي پر سر يوه بسوه ځمکه ورکول کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعماني دغهراز وويل چې مرکز ګردېز اړوند رباط سيمه کې پر شاوخوا ۲۰۰۰ جريبه ځمکه د کډوالو دايمي مېشتځای لپاره د يوه ښارګوټي چارې پيل کړې چې ټولې ۸۹۰ رهايشي نمرې، سوداګريز مارکېټونه، روغتون، تفريحي پارکونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.
د دې ترڅنګ په ياده سيمه کې د قطر د مېرمنو ټولنې په مالي مرسته او د ياد هېواد د سرې مياشتې ټولنې له لوري بیا د راستنو شويو کورنيو ته د «دارالقرار» په نوم د يوه ښارګوټي جوړولو چارې هم پيل شوې.
په دې ښارګوټي کې به سل کورونه، جومات، ښوونځی، مدرسه او نورې اسانتياوې به ولري چې شاوخوا ۹۰۰زره امريکايي ډالر لګښت پرې کېږي.
د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو وزارت مرستيال کليمالرحمن فاني بيا له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې خپلو هېوادونو کې دې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي او په وینا یې، دا ورته د منلو وړ نهده.
هغه له افغانانو غوښتنه وکړه چې د حکومت ترڅنګ دې د راستنو شويو هېوادوالو لاسنيوی وکړي.
يوشمېر هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان راستنې شوي، خوښي څرګندوي چې د سرپناه ستونزې د حل لپاره يې رباط ښارګوټي کې ځمکو وېش ورته پيل شوی دی.